افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

هند ته د ملايعقوب دعسکرو دتربيې بلنه به سيمه کې خطرناکې پايلې ولري،څيړونکي

 دطالبانو ددفاع وزير ملا يعقوب  ويلي  هغوي  هند سره ددفاعي اړيکو پځايې کولو کې کومه سونزه نه لري خو په دې خبره يې ټينګار کړيدى چې لمړى ددواړو حکومتونو ترمينځ بايد سفارتي اړيکې پځايې شي.

يو هندي ټي وي سره په مرکه کې  دطالبانو ددفاع وزير وويل  که چرې  ددواړو حکومتونو ترمينځ  اړيکې معمول ته راشي نو طالبان دافغان عسکرو تربيت لپاره هند ته ليږلو ته چمتو دي.

څيړونکي وايي پاکستان به کله هم ونه غواړي هند دافغانستان عسکر تربيه کړي او زياتوي دپاکستان دشروع څخه دا هڅه پاتې شوې چې په افغانستان کې دخپلې خوښې  يو حکومت جوړ کړي ترڅو په هغوي خپل اثرورسوخ وکاروي او په ځانګړې توګه ددغسې حکومت دلارې په افغانستان کې دهند مخه ونيسي.

په پېښور کې مېشته مشر خبريال عرفان خان څخه چې کله وحدت نيوز دملا يعقوب  له لوري هند ته دافغان عسکرو دتربيې ددغه بلنې په اړه دهغه نظر وپوښتو نو وې ويل ” په داسې وخت چې تحريک طالبان پاکستان( سره) مذاکرات روان دي او دامنيت طرف ته ځي، نو په داسې وخت کې  دملا يعقوب دطرف نه  بهارتي فوج ته دعوت ورکول چې هغه دې دافغانستان عسکر ته تربيت ورکړي،يقيناً  دا دتشويش خبره ده او په راتلونکو ورځو کې به ددې اثرات په دې خطه کې څه ډير ښه نه وي،هغوي ته  دتربيت ورکولو مقصد دا هم وي چې هغه( افغان عسکر) بيا دپاکستاني فورسز خلاف استعمال کړى شي. “

هغه وويل په تيرو وختونو کې به هندوستان  دافغانستان اقتصادياتو ته زياته  توجو ورکوله ، هلته به يې ډيره زياته سرمايه کاري کوله، دهاغه ځايې دمريضانو لپاره هندوستان خپله پوله هم پرانستې وه او هغوي ته يې ويړيا علاج ورکولو چې مقصد يې دا ؤ چې دافغانستان خلک دپاکستان يا ددې ځمکې خلاف استعمال کړي او ددې ځايې نه نور نفرت هم په زړه کې پيدا شي او تر څه حده پورې هغوي په دې کې کامياب شوي هم وؤ.

  خو ديوې پوښتنې په ځواب کې ملا يعقوب وويل دپاکستان سره يې ښې اړيکې دي او که چرې وخت په وخت په نړيواله پوله  کومه پېښه رامينځته کيږي نو دا بايد په سنجيدګۍ سره وانخستل شي.

 ددې ترڅنګ هغه له امريکا څخه هم په افغانستان کې دطالبانو دحکومت لپاره دستونزو  نه پيدا کولو  او دهغوي سره دسفارتي اړيکو جوړولو غوښتنه وکړه.

  ملا يعقوب  دهند له حکومت څخه  په کابل کې دخپلې سفارتخانې دبيا پرانستو او  دطالپانو سفير ته په نوي ډيلي کې  دافغان سفارتخانې دپرانستو داجازې  غوښتنه هم کړې ده.

هند تيرکال داګست په مياشت کې وروستو له هغې له افغانستان څخه خپل چارواکي وويستل او په کابل کې يې خپله سفارتخانه وتړله چې طالبان واک ته ورسيدل او دپخواني افغان اولسمشر اشرف غني جمهوري حکومت ختم شو.

 که هر څو په  کابل کې  ديو شمير سفارتخانو له لوري  کار ته دوام ورکول کيږي خو دطاقت په زور واک ته رسيدلى دطالبانو حکومت نړيوالې ورورولۍ تر دې مهاله په رسميت نه دى پيژندلى.

 له دې وړاندې  داسې راپورونه هم ترلاسه شوي وؤ چې هند په کابل کې په جزوي ډول دخپلې سفارتخانې دپرانستو اراده لري خو تر دې مهاله نه ده په ډاګه چې هند به کابل خپله سفارتخانه بيا پرانيزي.

ملا يعقوب دمرکې په مهال دا خبره تکرار کړه چې دطالبانو حکومت دهند په ګډون دټولې نړۍ له هيوادونو سره ښو اړيکو ته ليواله دى.

دطالبانو ددفاع وزير ويلي چې هغوي دالقاعده سره هيڅ اړيکه نه لري او په افغانستان کې تش په نوم تندروه ډله داعش يا دولت اسلاميه يې چقولې ده.

 په ډاګه دې وي چې داعش په دې وروستيو کې په افغانستان کې  ديو شمير خونړيو بريدونو ذمه واري منلې او په ځانګړې توګه يې په کابل،مزار شريف او کندوز کې په جوماتونو کې دځانمرګي بريدونو مسوليت يې منلى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button