مهم خبرونه

امريکايي ولسمشر سعودي عرب او اسرايلو ته خپل سفر وځنډولو

 دامريکايي ميډيا وينا ده  ددغه هيواد ولسمشر جوبايډن  داسرايل او سعودي عرب  دممکنه  سفر نېټه  نور هم غځولې ده.

 جوبايډن اراده لرله چې  په مبېنه توګه  دجون په پاې کې  ددغه سفر په مهال به  سعودي عرب ته لاړ شي  خو دنړيوالو خبري ادارو له مخې هغه خپل دغه سفر اوس دجولايي پورې ځنډولى دى.

 دخبري ادارې اى ايف پي  له مخې  سپينې ماڼۍ په ممکنه ډول په رامينځته شوي ځنډ دکوم بيان ورکولو څخه انکار کړيدى، له دې وړاندې  امريکايي ولسمشر  دجمعې په ورځ پخلى کړى و چې هغه  دسعودي عرب په سفر کولو غور کوي.

 دغه راپور هاغه وخت مخې ته راغلو چ

ې سعودي عرب دتيلو په پيداوار کې په اضاف داتفاق کولو په ترڅ کې  دجوبايډن په دوو ترجيحاتو عمل وکړو، دې سره  امريکايي افراط زر او يا ګرانۍ  قابو کولو او په يمن کې داوربند په پراختيا کې مرسته کيدى شي.

 دسي اين اين له مخې ددغه سفر په مهال  جوبايډن به دسعودي عرب واکمن ولي عهد محمد بن سلمان سره ليدنه کوي.

 په مبېنه توګه به دغه سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې جوبايډن به دروانې مياشتې په پاې کې په سپين کې دنيټو سرمشريزه غونډه او جرمني کې  داوؤ هيوادونو ډلې يا ګروف اف سيون په غړونډه کې ګډون  کوي.

توقعو کيږي چې  هغه به اسرايل ته ځي چرته چې هغه په ممکنه ډول دايران سره دسست رفتاره امريکايي سفارتکارۍ لړ کې دپوښتنو سره مخ کيدى شي.

جوبايډن دسعودي عرب سره د اړيکو بيا دسره دجاج اخستو پريکړه هم کړې ده خو په اوکراين دروسيې دبريد له امله  سپلايي چين کې دخرابوالي له امله دتيلو سيوا کيدونکو  نرخونو امريکايي ولس پارولى  او دجوبايډن په مقبوليت کې کمى راغلى.

 بايډن انتظاميه سعودي عرب په دې هيله دتيلو  دپيداوار غځولو قايلولو هڅه کوي چې  دې سره به  درسد کمي راکمولو او نرخونو کې په کمي راوستلو کې مرسته وشي.

 دخبري ادارې رويټرز له مخې  چارواکو له دې وړاندې  ويلي وو دسعودي  حکومت دوه پلاوي به په روانه مياشت کې ددامريکا سفر کوي :ځکه رياض  او واشنګټن دتاؤژنو اړيکو سمولو او امريکايي ولسمشر جوبايډن دسعودي دسفر لپاره هڅې  تندې کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button