پاکستانمهم خبرونه

اينده بجټ کې وسله والو پوځونو لپاره 14 کهربه او 53 اربه روپۍ ايښودل کيږي،راپور

 داينده مالي کال بجټ کې دوسله والو پوځونو لپاره 14ؤ کهربو او 53ؤ اربو روپو دځانګړي کولوامکان دى کوم چې  به  په روان مالي کال کې ځانګړو کړى شوو13ؤ کهربو او 70ؤ اربو روپو څخه د6ؤ فيصدو اضافې سره تقريباً 83و اربه روپۍ زياتې وي.

دډان ورځپاڼې دراپور له مخې  دکليز بجټ داعلان په موقعه  دبيلا بيلو څانګو  لپاره  دپېسو ځانګړو کولو په مهال  اکثره دفاعي لګښتونه دکره کتنې په زد کې راځي.

 په هيواد کې اوسطاً د11٫3 فيصده ګرانۍ په نظر کې نيولو سره دفاعي بجټ کې د136 اربه روپو اضافه متوقعې وه، په دغه لحاظ سره  به وسله والو پوځونو ته دګرانۍ دمخنيوي لپاره پکار پېسو څخه خواوشا 53 ارپه روپۍ کمې ترلاسه کيږي.

  دشميرې له مخې  دفاعي بجټ په دمجموعي لګښتونو خواوشا 16 فيصده وي  کوم چې دختميدونکي مالي کال هومره دى، خو دجي ډي پي په لحاظ  به ددې برخه دروان مالي کال 2٫54 فيصده څخه راکمه او اينده مالي کال کې به 2٫2 فيصده پاتې شي.

 ددفاعي سرچينو له مخې په پېسو کې داضافې لويه برخه دملازمانو په اړه لګښتونو، تنخاګانو او  دسروس مين الاونسونو لپاره ځانګړې کولى شي.

 دبجټ نورې برخې دسول ورکس لپاره ځانګړي کولى شي کوم چې  دملټري انفراسټرکچر پرمختګ او ښه والي  کار کوي، ددې ترڅنګ دمادي اثاثو اخستل هم په دې کې شامل دي  چې پکې  دوسلې او ګوله بارود مقامي خريداري او ځينې درامدات او اړونده لګښتونه وي، داپريټنګ لګښتونو برخه هم په دې کې شامل  ده کوم چې  دټرانسپورټ، راشن، تربيت او علاج لګښتونه پوره کوي.

دسرچينو وينا ده چې ديو پوځي لګښت خواوشا شپږ ويشت نيم لکه روپۍ کليز دى کوم چې دهند دلګښت په دريمه برخه هم نه دي.

 په راپور کې ويل شويدي چې  دوسله والو پوځونو او دهغوي  دخيرښيګړې ادارو په ختميدونکي مالي کال کې 935 اربه روپۍ ټيکس ادا کړيدى.

 دسرچينو وينا ده چې دپوځ لپاره ځانګړي کړى شوي کورونا الاؤنس کې 50 کروړه روپۍ بچت شوى کوم چې حکومت ته واپس کړى شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button