مهم خبرونهنړۍ

ايران:خامنايي دبې قرارې تور دايران په دښمنانو پورې کړى

دايران ستر  مشر ايت الله علي خامنايي  په هيواد دښمنو تور پورې کړى چې هغوي دايران کمزوري کولو لپاره  دمظاهرو دکارولو هڅه کوي.

دخبري ادارى اى ايف پي له مخې  په تيرو څو اوونيو کې دايران په ګڼو ښارونو کې  دسيوا کيدونکو نرخونو او بډو رشوتونو په ضد مظاهرې ترسره شويدي.

خامنايي  په تيليويزيون يوه وينا کې ويلي نن دښمن  په اسلامي نظام دبريد کولو لپاره ولسي مظاهرې کاروي.

په ډاګه دې وي چې په 23مئ  جنوب لويديز  ښار آبادان کې  دجوړيدونکې ودانۍ راپريوتو وروستو مظاهرې پيل شوې وې  چې پکې غوښتنه شوې وه چې  په دغه سانحه کې لږ ترلږه د37ؤ کسانو  دمړينې وروستو دې  “نااهله ذمه وارانو”  ته  دمرګ سزا ورکړى شي

خو دايراني چارواکو وينا ده چې   ددغه ودانۍ په جوړيدو کې په بډو رشوتونو او دتعميراتي سرغړونو له امله يې   تر دې مهاله  دمييرانو او نورو چارواکو په ګډون 13 کسان نيولي

دايران ستر مشر ويلي دښمن د ولس  دنفسياتي سرچينو، انټرنيټ، پېسو او کرايه دسپاهيانو  دتګ راتګ دلارې   دايران داسلاميه جمهوريې په ضد کولو هيله لري، هغه ددغه سازش ذمه واره امريکا ګرځولې ده.

دايران د1979ء اسلامي انقلاب  دمشر ايت الله روح الله خامنايي د مرګ د33م تلين په مناسبت  په تيليويزيون  وينا کې وويل  خو ددښمن حساب هاغسې وران دى لکه څنګه چې له دې وړاندې څو(حسابونه) وران وؤ.

په ډاګه دې وي چې خامنايي په کال 1979ء کې دامريکا په ملاتړ دايران دباچا دحکومت له خاتمې وروستو دايران داسلاميه جمهوريې اساس ايښودى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button