افغانستانمهم خبرونهنړۍ

مزار شريف کې يو سړي په چاړه له خپلې مېرمنې سرغوڅ کړى

دافغانستان د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې يو تن دخپلو وروڼو په مرسته له خپلې مېرمنې سر غوڅ کړى دى.
دافغانستان دپژواک خبري ادارې دراپور له مخې 33 کلنه ريتا دخپل خاوند دويمه ميرمن وه او درې مياشتې وړاندې دهغې څخه خپل خاوند سر غوڅ کړى او جسد يې ورله په يوه څاه کې اچولى و.
دبلخ دامنيه قوماندانۍ قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري په دې اړه ويلي ددغه ښځې دوژلو په تور يې څلور کسان نيولي خو اصل مجرم چې ددغه ښځې خاوند دى، هغه په تېښته کې بريالى شويدى.
هغه ويل چې نيول شوي کسان دوه دوژل شوې ښځې ليورونه او دوه نور يې دخاوند دپخوانۍ ښځې رشته دار دي.
دمزار شريف ښار دڅلورمې حوزې جنايي جرمونو امر محمد عمر بلال پژواک ته ويلي چې مومن نومې تن دپخواني حکومت په مهال د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده درلوده او دخپلې ميرمنې سر يې په چاړه پرې کړى، دهغې جسد يې په يو صندوق کې ځايې په ځايې کړى او بيا يې څاه ته غورځولى و.
په راپور کې ويل شويدي په هرات ولايت کې مېشته دريتا وروڼو ويلي کله چې دپېښې خبر شول نو امنيتي مسوولين يې خبر کړل او بيا يې وروستو دخپلې خور جسد په څاه کې موندلى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button