پاکستانسیاستمهم خبرونه

شهبازشريف وايي په نړيواله کچه دنرخ سيوا کيدو له امله يې پيټرول ګران کړل

وزيراعظم شهبازشريف ويلي دي  په هيواد کې  دقانون او ايين دلارې  بدلون راوستل شوى او اوس په  ټولټاکنې  پخپل وخت يعنې 15 مياشتې پس ترسره کيږي.

 ترک نشرياتي ادارې ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې وزيراعظم وويل  حکومت يې دمشکلو حالاتو او چيلنجونو سره  دمخ کيدو پريکړه کړې ده او او ددې دحل لپاره به وسايل پيدا کولى شي،هغه وويل دملګرو هيوادونو مرسته به ترلاسه کولى شي  او په هيواد کې به بيارغونه کولى شي ترڅو په غربت کې کمى راوستل شي.

شهبازشريف اشاره ورکړې ده چې  راتلونکې ټولټاکنې به  دکال 2023م داګست او يا ستمبر په مياشت کې پخپله ټاکلې نېټه ترسره کيږي.

 دبي بي سي اردو څانګې دراپور له مخې کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې يواځې پينځلس مياشتې وخت لري، په دې مهال به هغه څنګه دغه مقصدونه ترلاسه کوي نو هغه وويل  “مونږ به دلنډمهاله اقداماتو په لوري ځو، که چرې واک ته مو واپسي وشوه نو مونږ به په پوره قوت سره، دپرمختګ، خوشحالۍ او سولې په ايجنډا کار کوؤ”

 دهغه وينا ده په هيواد کې دتيلو او ګيس نرخونه سيوا کړى شول ځکه په نړيواله کچه دا ګران شويدي او زياته يې کړه چې  “بل اړخ ته مونږ دغربت له ليکې لاندې ابادۍ ته مالي مرسته ورکوؤ”

 په ډاګه دې وي چې دشهبازشريف حکومت تيره شپه يوځل بيا دپيټرولو په نرخ کې دليټر پسر د30ؤ روپو داضافې اعلان کړى دکوم وروستو چې په پاکستان کې يو ليټر پيټرول 209 روپو او 86 پېسو ته رسيدلي دي په کوم چې د ولس له لوري دسختې غم او غصې څرګندونه کولى شي.

 په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې داضافې باوجود هم  ډير زيان کيدو او په نرخونو کې اضافه يې ضروري وه ځکه چې پخواني دخزانې وزير شوکت ترين چې دايي ايم ايف سره کوم تړون ترسره کړى و ددې له امله هغوي په مشکلو پريکړو مجبوره شويدي.

 دپيټرولو ترڅنګ يو ليټر ډيزل 204٫15، لايټ ډيزل د30ؤ روپو اضافې سره 178 روپۍ او 30 پېسې او دخاورو تيل 181٫194 روپو ليټر ته درسولو اعلان شويدى.

په عين حال کې دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې  دپيټرولو په نرخونو کې داضافې  وروستو پاريدلو کسانو دپيټرولو په پمپونو حمله کړې ده، سخي حسن چورنګي سره نزدې پاريدلو کسانو دټايرونو په ګډون نور څيزونه سوځولي اؤ  ټريفک يې ځنډولى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button