افغانستانپاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې په امنيتي پوسته دترهه ګرو بريد،يو عسکر ووژل شو

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې يوځل بيا ترهه ګرو دپوځ په يوه امنيتي پوسته بريد کړى چې پکې يو عسکر وژل شويدى.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) له لوري جاري کړى شوي بين له مخې دلمړي او دوهم جون په مينځ شپه ترهه ګرو دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې په پوځي پوسته په درنو وسلو سره بريد کړيدى خو پوځي ځوانانو دغه بريد ناکامه کړيدى.
دبيان له مخې 28 کلن عسکر حامد علي په مړانه ترهه ګروسره له جنګيدو وروستو” دشهادت جام” نوش کړيدى.
دپاک پوځ وياند ميجر جنرال بابر افتخار وينا ده چې دپاک پوځ له لوري دترهه ګرو په ضد په سيمه کې دلټونې عمليات روان دي.
هغه ويلي پاک پوځ دترهه ګرو دخاتمې لپاره کلکه اراده لري او زياته کړې يې ده چې دهغوي د”شهيدانو” قربانۍ به نه ضايع کيږي.
خواوشا دوه اوونۍ دمخه هم دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې دپوځ په يو کاروان دبمي چاودنې له امله يو عسکر وژل شوى و.
تير مياشت دشمالي وزيرستان په ميرانشاه کې په يو ځانمرګي بريد کې درې عسکر او درې ماشومان هم وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button