مهم خبرونهنړۍ

دمذهبي ازادۍ په امريکايي راپور کې دايغور مسلمان اقليت په ضد دچين په رويه تشويش

  دامريکا دبهرنيو چارو وزير اينټني بلنکن د2021ء دبين المللي مذهبي ازادۍ په اړه راپور امريکايي کنګريس کې جمع کړى، چې پکې په ځانګړې وګه  دچين سنکيانګ سيمه کې  دمسلمانانو ايغور او  نورو مذهبي اقليتي ډلو دنسل کشۍ او جبر په معامله دتشويش څرګندونه شوې ده.

 په دې موقعه خپله وينا کې اينټني بلنکن ويلي اپريل 2017م څخه تراوسه 10لکو څخه زيات ايغور نسلي قازق، کرغيز او نور اقليتونه دسنګيانګ  دبند په کيمپونو کې بندي دي.

 هغه ويلي  دچين ولسي جمهوريه دنوذو مذهبونو پيروکار، چې هغوي يې دچيني کميونسټ ګوند دنظريې په ضد ګڼي، نيول دوامداره ساتي، په دې کې بودهـ، عيسايي، مسلمان او تاؤسټ عبادت خانې په مبېنه توګه ړنګول او  دعيسايانو، مسلمانانو، تبتي، بودهوا او فيلن ګانګ پيروکارو لپاره   روزګار او استوګنه کې خنډونه راولاړول شامل دي.

 په دې موقعه بين المللي  ازادۍ لاپهر دامريکا ځانګړى استازى راشد حسين هم موجود و.

 دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل  مذهبي ازادي دامريکا دايين اساس دى او دبشري حقونو  په بين المللي چارټر کې  ددې برخه ده، هغه ويلي دمذهبي ازاديو درناوى دامريکا دخارجه تګلارې يوه اهمه برخه ده.

 هغه پخپله وينا کې په سعودي عرب کې دپين المذاهب مکالمې او مذهبي  زغم  سيوا کولو لپاره داوسنيو اقدامات ارزښت تسليمول دي.

 خو هغه وويل  په هيواد کې  لا اوس هم داسلام څخه پرته  په کومه بله عقيده  په ولسي کچه  عمل کول غيرقانوني دي  او حکومت دمذهبي اقليتي وروروليو سره امتيازي سلوک دوامداره ساتلى دى.

 په دې راپور کې په هند کې هم په لويه پيمانه دسرغړونو  يادونه شوې ده او دپاکستان او هند دواړو په هاغه فهرست کې دشامل ساتلو وړانديز ورکړى شوى  دکوم په اړه چې تشويش موندل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button