مهم خبرونهنړۍ

اسرايلي پوځيانو په مقبوضه لويديزه غاړه کې څلور فلسطينيان وژلي،راپور

فلسطيني ريډکراس ټولنې ويلي دمقبوضه لويديزې غاړې درام الله ښار سره نزدې اسرايلي پوځيانو په ډزو سره يو 17 کلن فلسطيني هلک وژلى دى.
دالجزيره دراپور له مخې يوې فلسطيني خبري ادارې دريډکراس له قوله ويلي دغه هلک چې پيژندګلو يې داوديه محمد اوديه په نوم سره شوې ده، درام الله د دفلسطين ميډيکل کمپليکس ته په داسې حال کې ورغلى و چې په سينه په ډزو ژوبل شوى و، خبري ادارې ويلي هغه درام الله لويديز لوري ته په ميديا نومې کلي کې اسرايلي پوځيانو ويشتلى و.
ريډکراس ويلي ډاکټرانو دهغه دژوند بچ کولو هڅه کړې خو هغه دسخت زخم له امله مړ شويدى.
اوديه نومې دغه هلک په تيرو دوؤ ورځو کې داسرايلي پوځيانو له لوري وژل شوى څلورم تن دى.
راپور کې ويل شويدي چې 29 کلن ايمان محمد مهيسن دزيارت په سحر وختي جنوبي ښار بيت ليهم کې دکډوالو په يو کيمپ کې اسرايلي پوځ سحر وختي ديو بريد په مهال وژلى.
دغه تن ددريوو بچو پلار او په اسرايلي زندانونو کې له دې وړاندې تر دريوو کلونو بندي پاتې شوى و.
همدغه راز دشورو په ورځ په شمالي لويديزه غاړه کې دجينن ښار څخه بهر په ياباد کلي دبريد په مهال 24 کلن بلال اواد قباها هم اسرايلي پوځيانو وژلى و.
قباها په سخت ژوبل حالت کې دجينن يو روغتون ته وړل شوى و، چرته چې هغ ساه ورکړې.
اسرايلي پوځ په ياباد دديا همارشيه نومې تن دکور دړنګولو لپاره چهاپه وهلې وه چاچې دتل ابيب سره نزدې په بينيي بريک سيمه کې په 29م مارچ دډزو په يو بريد کې پينحه کسان وژلي وؤ،دغه تن داسرايلي پوځ سره په ډزو کې په موقعه وژل شوى و.
دکور ړنګولو وروستو پوځ د همارشيه 59 پلار هم نيولى .
اسرايل دفلسطيني بريدکوونکو کورونه دهاغه تګلارې دبرخې په توګه ړنګوي چې دبشري حقونو ډلې پرې نيوکې کوي و دا دهغوي دکورنيو دغړو لپاره اجتماعي سزاګرځوي.
دشورو په ورځ اسرايلي پوځيانو په مقبوضه لويديزه غاړه کې داروب مهاجرينو د کيمپ په داخل کې 31 کلنه ښځينه خبرياله غفران ورسينه په ډزو وژلې وه.
اسرايلي پوځ دعوه کړې دهغې سره يوه چاړه وه او په پوځيانو يې په چاړې سره دبريد کولو هڅې کړې وه خو عيني شاهدانو ويلي دهغې سره يوه وړه چاړه وه او اسرايلي پوځيانو ته يې کمه خطره پېښه کړې وه.
اسرايلي پوځيانو ددغه خبريالې په جنازه هم په کيمپ کې بريد کړى او په ماتم کوونکو يې ډزې کړې او داوښکو بهيونکي ګيس استعمال کړى و چې پکې يو فلسطيني سخت ژوبل شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button