مهم خبرونهنړۍ

داوکراين دجګړې 100 ورځې: دجګړې ګټونکي به څوک هم نشي:ملګري ملتونه وايي

په داسې حال کې چې داوکراين دجګړې 100 ورځې بشپړې شوي اودماسکو پوځونه ددغه هيواد په ختيځه دونبس سيمه کې دپرمختګ هڅې کوي، د اوکراين لپاره دملګرو ملتونو دکړکيچ رابطه کار خبردارى ورکړيدى چې په اوکرايې دروسيې دجارحيت به څوک هم ګټونکى نه وي.
اوان په يو بيان کې ويلي دا جګړه به څوک ګټونکى نه لري او نه به يې ولري، بلکې مونږ دسلو ورځو راهسې دهاغه څه شاهدان پاتې شو چې وبايلل شول، ژوند، کورونه، روزګار او امکانات.
دهغه وينا ده چې ” دجګړې تباه کوونکې اغيزې ته دځواب ويلو لپاره به زمونږ نه ستړې کيدونکې هڅې دوامداره وي ، مونږ سولې ته اړتيا لرو، جګړه اوس ختميدل پکار دي ”
ماسكو داوکراين په ضد په 24مه فرورۍ جګړه پيل کړې وه.
بل اړخ ته داوکراين يو صدارتي صلاحکار ويفي کيف دامريکا څخه دترلاسه کيدونکو ميزايلونو دسيسټمونو دلارې په روسيه کې دهدفونو دپه نخښه کولو کوم پلان نه لري.
ميخايلو پوډوياک په ټويټر ليکلي اوکراين يوه دفاعي جګړه کوي او په روسيه کې په تنصيباتو دبريد لپاره دايم ايل ار ايس دکارولو پلان نه لري.
په عين حال کې دکريملن وياند ديمتري پيسکوف وايي روسيه به په اوکراين کې دخپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره ځانګړي عمليات دوامداره ساتي.
هغه ويلي ” دعملياتو دګڼو مقصدونو څخهيو په ډي اين ار او ايل اين ار کې دخلکو تحفظ دى، دهغوي دتحفظ لپاره يو شمير اقدامات شوي او ځينې نتايج ترلاسه کړى شويدي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button