مهم خبرونهنړۍ

سعودي عرب: دعمرې زايرينو لپاره داي ويزا سروس پرانسته

دسعودي عرب د حج او عمرې وزير ډاکټر توفيق الربيعه دعمرې لپاره دکوم ايجنټ دمرستې څخه پرته داليکټرانک خواست ورکولو داسانتيا پرانسته کړې ده.
دالعربيه ډاټ نيټ له مخې ډاکټر توفيق الربيعه يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي دنوې طريقې لاندې به دعمرې ويزا يواځې په 24ؤ ساعتو کې جاري کولى شي.
هغه وويل د شهزاده محمد بن سلمان دويژن 2030م يو مهم هدف دعمرې لپاره راتلونکو زياتو څخه زياتو کسانو لپاره اسانتيا پيدا کول دي.
دسعودي دحج وزير دډيجيټل عمرې دخدماتو په اړه وويل سعودي عرب ته دعمرې لپاره راتلونکي زايرين به ټول کارونه نيغ په نيغه کولى شي چې پکې په مکه کې دهوټل بکنګ په ګډون دټرانسپورټ خدمات ترلاسه کول هم شامل دي.
دعمرې دويزې دمودې په اړه دورکړى شوو اسانتياوو لړ کې دحج او عمرې وزير وويل دعمرې ويزې په موده کې به ددريوو مياشتو پراختيا کيدى شي.
دعمرې په ويزه راتلونکو کسانو ته به دسعودي عرب هر ښار ته دتللو اجازه وي.
د ډاکټر توفيق الربيعه په وينا ” سږکال دحج په سيزن کې دټولې نړۍ څخه 10 لکه مسلمان دحج سعادت ترلاسه کوي، زمونږ هڅه به وي چې ددغو ټولو روغتيا باورې کړى شي ”
هغه وويل دحج سمارټ کارډ پرانسته به هم سږکال ترسره کيږي، دکوم په اړه چې دسپيناوي کولو په ترڅ کې هغه وويل وړانديز شوي سمارټ کارډ دلارې به مقدسو مقاماتو، مني، عرفات او مزدلفه ته په رسيدو کې ډيره اساني وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button