افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو سره دخبرو لپاره هند کابل ته ډيپلوماټان ليږلي،راپور

تير کال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو په لمړي ځل دهند دبهرنيو چارو دوزارت څخه ديو لوړپوړي چارواکي په مشرۍ يو ډله دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلې ده.
هند تيرکال داګست په مياشت کې وروستو له هغې له افغانستان څخه خپل چارواکي وويستل او په کابل کې يې خپله سفارتخانه وتړله چې طالبان واک ته ورسيدل او دپخواني افغان اولسمشر اشرف غني جمهوري حکومت ختم شو.
دطالبانو واک ته له رسيدو راپدېخوا دافغانستان خلق دلا نورو ستونزو سره مخ دي او دملګرو ملتونو ترڅنګ دبشري حقونو په بيلا بيلو راپورونو کې دلکونو په شمير کې دخلقو دلوږې له امله دمړينې انديښنه ښودل شوې ده
دهند ” دي انډين ايکسپريس” پخپل يو راپور کې دهند دبهرنيو چارو دوزارت له قوله ويلي په کابل کې دغه هندي چارواکي دطالبانو دلوړپوړو غړو سره ليدنه کوي او دافغانستان دخلکو سره دبشري خواخوږۍ په اساس دهند له لوري دکيدونکې مرستې په اړه به ورسره خبرې کوي.
دهند دبهرنيو چارو دوزارت له مخې ددغه سفر مقصد افغانستان ته دبشري خواخوږۍ په اساس دمرستې دورکړى کيدونکو څارنه کول دي، هغوي به دهاغو نړيوالو ډلو له استازو سره ويني چې ( افغانستان ته) دمرستې په ورکړه کې بوخت دي، همدغه راز توقعو کيږي هندي ډله به دهاغو ځايونو سفر وکړي چرته چې په هندي پروګرامونو او پراجيکټونو عمل کيږي.
دهند دبهرنوچارو وزارت دزيارت په ورځ ويلي ” دبهرنيو چارو دوزارت، دشريک سيکتر په مشرۍ يو ټيم په موجوده وخت کې دکابل په سفر دى ترڅو افغانستان ته دبشري خواخوږۍ په اساس ( دمرستې) دورکړې دعملياتو څارنه وکړي ”
دپاکستان، افغانستان او ايران جواينټ سيکرټري انچارج جى پي سنګهـ ددغه ټيم مشري کوي، هغه په تيرو وختونو کې په دوحه کې دطالب چارواکو سره هم ليدنه کړې.
دهند دبهرنيو چارو وزارت ويلي ” دافغان ولس دبشري ضرورتونو په ځواب کې ، هند دافغان ولس سره دبشري مرستې دغځولو پريکړه کړې، په دې هڅه کې مونږ دمخه مونږ څو واره په 20 زره ميټرک ټنه غنمو،13 ټنه دوايانو،500 زره دکويډ واکسينو خوراکونو او دژمي جامو مشتمل مرسته کړې ده،دا څيزونه دکابل دماشومانو ګاندهي روغتون، دملګرو ملتونو ځانګړو ادارو ډبليو ايچ او او ډبليو ايف پي ته سپارل شويدي، ددې ترڅنګ هند افغانستن ته دنورو روغتيايي مرستې او خوراکي موادو دورکړې په پروسه کې دى”
داسې راپورونه هم ترلاسه شوي وؤ چې هند په کابل کې په جزوي ډول دخپلې سفارتخانې دپرانستو اراده لري خو تر دې مهاله نه ده په ډاګه چې هند به کابل خپله سفارتخانه بيا پرانيزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button