پاکستانمهم خبرونه

که سمې پريکړې ونه کړى شوې پوځ به ړنګ او هيواد به درې برخې شي

 دپاکستان پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان خبردارى ورکړيدى چې  که چرې سمې پريکړې ونه کړى شوې نو پوځ به تباه او هيواد به درې برخې شي.

  عمران خان تيره اوونۍ دخېبرپښتونخوا دحکومت په ملاتړ دخېبرپښتونخوا څخه  داسلام اباد په لوري لانګ مارچ کړى و په اسلام اباد کې يې د حکومت په ضد دټاکنو داعلان پورې   داحتجاج ددوامداره ساتلو دړکه کړې وه، خو وروستو هغه ناڅاپي خپل لانګ مارچ ختم کړو اؤ بيا يې حکومت ته   په شپږو ورځو کې دنوو ټاکنو داعلان نه کولو په صورت کې اسلام اباد ته  بيا دخپل ګوند دلکونو په شمير کې دکارکنانو  دورتللو دړکه کړې وه.

  خو وزيراعظم شهبازشريف  دهغه   مهلت مسترد کړى و او ويلي  يې وو په هيواد کې به دنوو ټاکنو اعلان پارلمان  کوي.

  وروستو دپاکستان وفاقي کابينې  د  عمران خان  بيا داسلام اباد په لوري دمارچ دمخنيوي اعلان کړى و.

 ديو شخصي ټي وي پول  سره په مرکه کې  پخواني وزيراعظم وويل  که چرې  دټولټاکنو اعلان ونه کړى شو نو هيواد به دخانه جنګۍ په لوري لاړ شي.

 هغه وول  کله چې يې ګوند واک ته ورسيدو نو حکومت يې کمزورى و او ورته دايتلافيانو ضرورت پېښ شو، هغه وويل که بيا هم هاغه وضعيت پيدا شو نو بيا به دټاکنو په لوري ځي او اکثريت به ترلاسه کوي ګنې واک به نه مني.

 عمران خان  دخپل حکومت دوضعيت په بيانولو وويل ” زمونږ لاسونه تړلي وو، مونږ له هر ځايې څخه بليک ميل کړى شو، طاقت زمونږ سره نه ؤ، ټول پوهيږي په پاکستان کې دطاقت مرکز چرته دى نو ځکه مونږ په هغوي په اډاڼې کولو مجبور شو”

عمران خان وويل که چرې پاکستان خپل جوهري توان دلاسه ورکوي نو درې برخې به شي او خبردارى يې ورکړو چې که چرې دا وخت سمې پريکړې ونه کړى شوې نو هيواد دخودکشۍ په لوري روان دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button