پاکستانمهم خبرونه

ټي ټي پي سره دسولې تړون به دپاکستان رياست په خطره کې واچوي،څيړونکي

پېښور،حضرت يوسف

په داسې حال کې چې دخېبرپښتونخوا دقبايلي سيمو څخه دمشرانو يوه جرګه دناچله ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دمشرتابه سره دمذاکراتو او دسولې تړون ته درسيدو په غرض کابل ته رسيدلې څيړونکي ويره لري چې دپاکستاني طالبانو سره په ماضي کې دترسره شوو سولې دتړونونو دناکامۍ په تناظر کې به دهغوي سره يوه بله تړون دپاکستان رياست په خطره کې واچوي.
دپاکستان دحکومت او ناچله ټي ټي پي ډلې ترمينځ مذاکراتو او دسولې تړون ته رسيدو په غرض دقبايلي سيمو دمشرانو او پارلمان دغړو يوه 53 کسيزه جرګه دافغانستان پلازمينې کابل ته په سي-130 الوتکه کې رسيدلې ده چرته چې په هوايي اډه په کابل کې دپاکستان سفير منصور احمدخان او دطالبانو چارواکو هغوي ته هرکلى ويلى.
 په دغه جرګه کې دقبايلي مشرانو ترڅنګ دخېبرپښتونخوا څخه ځينې سياستوال هم شامل چې ددرې ورځنيو خبرو لپاره دکابل نړيوال هوټل ته رسيدلي دي.
کابل ته له رخصتۍ څخه دمخه دجرګې غړي او دپي پي پي دباجوړ سيمې يو مشر اخوندزاده چټان داسلام اباد په هوايي ډګر عکسونه په ټويټر شريک کړيدي.
دقبايلي مشرانو دغ جرګې ته دطالبانو دکورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هرکلى ويلي او هغوي ته يې باور ورکړى چې افغان طالبان دپاکستان او ټي ټي پي ترمينځ دسولې په مذاکراتو کې مهم کردار ادا کوي.
دايکسپريس ټربيون دراپور له مخې قبايلي جرګې دټي ټي پي دمشرتابه او دافغان طالبانو دحکومتي استازو سره هم ليدنه کړې، څوک چې ددواړو خواؤ ترمينځ روغه جوړه راولي.
دټي ټي پي غړو، دافغان طالبانو استخباراتي محکمې، دکورنيو چارو وزارت او قبايلي جرګې په پرانستي ډول ديو بل سره دخيالاتو تبادله کړې ده

په پېښور کې مېشته مشر خبريال عرفان خان څخه چې کله وحدت نيوز دټي ټي پي او پاکستان ترمينځ دروانو خبرو په اړه دهغه نظر وپوښتو نو هغه وويل دسرچينو له مخې دپوځ او دتحريک طالبان مشر مفتي نورولي محسود سره ليدنه په کابل کې شوې ده
  عرفان خان وويل “په دغو خبرو کې يو څه ډيډلاک هم شته او هغه داسې چې دمهمندو دجماعت الاحرار څانګه، چې وروستو يې ځان په ټي ټي پي کې ورګډ کړى و، دجماعت الاحرار دمشرعمر خالد خراساني په اړه دا خبره مخې ته راغلې چې هغه دمذاکراتو په حق نه دى ځکه چې دمذاکراتو دعمل په مهال په هغه په خوست ولايت کې بمي چاودنه شوې وه چې پکې دهغه اته ملګري وژل شوي وؤ. ”
عرفان خان وويل “خراساني دريځ لري چې يو طرف ته دپاکستان حکومت زمونږ سره مذاکرات او بل طرف ته راباندې حملې کوي نو په دغه صورت کې مونږ مذاکراتو ته تيار نه يو” خو دهغه دغه خبره حتمي نه وه او بيا هم دمذاکراتو لپاره کوششونه شوي او مذاکرات شروع شويدي.
دوحدت نيوز ددې پوښتنې په ځواب کې چې قبايلي مشران به په کابل کې دسولې په مذاکراتو کې څه رقم کردار ادا کړى شي، عرفان خان وويل په دغه جرګه کې دشاملو قبايلي مشرانو تعلق دباجوړ، شمالي او جنوبي وزيرستان، ملاکنډ ، سوات او نورو سيمو سره دى، ددغو قبايلي مشرانو جرګې دغړو پخپلو خپلو علاقو کې څه حېثيت شته او هغوي هڅه کوي چې دهغوي داړونده سيمو سره تعلق لرونکي دټي ټي پي خلک په دې خبره قايل کړي چې هغوي دې وسله وغورځوي او مذاکراتو اړخ ته دې راشي.
عرفان خان وويل په دې کې ورته دتشويش خبره دا ښکاري چې “په خېبرپښتونخوا کې دکال 2004-5م نه چې دکله راهسې دترهه ګرۍ لړۍ پيل شوې ده نو که مونږ دمنګل باغ نه راشروع کړو نو که هغه دسوات، که دوزيرسان دسرا رونغه او که دمهمندو معاهده وه او که په دغو 14ؤ 15ؤ کلونو کې نورې کومې 7 دامن معاهدې شوې وې په دغو کې يوه هم نه ده کاميابه شوې او بيا دمنګل باغ، دسوات دطالبانو او دوزيرستان دطالبانو سره دمعاهدو وروستو په ټولو سيمو کې اپريشنونه شوي وؤ، يعنې زمونږ دمعاهدو تاريخ څه ډير ښه نه دى پاتې شوى. ”
عرفان خان وويل زما تشويش په دې خبره دې چې ” که چرې دتحريک طالبان پاکستان کوم شرايط دي که هغه مني نو او بيا دوي دې خبرې ته راځي چې په ملاکنډ ډويژن کې نظام عدل ريګوليشن يا شرعي نظام چې مونږ څه ته وايو هغه نافذوي نو په يو ملک کې، په يوه صوبه کې درې مختلف قوانين چليدل به درياست وجود په خطره کې واچوي ، دا به رياست ته ډير زيات مشکلات پيدا کړي ځکه چې هغه تنظيم چې مخکې په ټکړو کې تقسيم و، هغه اوس رايوځايې شويدى نو دهغوي قوت اوس نور هم سيوا شويدى ”
هغه وويل ” ويره ددې خبرې ده چې که چرې پاکستان دتحريک طالبان پاکستان دغه شرايط ومني او هغه بيا ددوي په کنټرول کې نه راځي، ددغه لاسليک بيا خلاف ورزي کيږي نو يوځل بيا به رياست پاکستان داپريشن ضرب عضب پشان، دسوات اپريشن پشان به يوځل بيا په لکونو خلک کډو کولو ته مجبور کړي، نو ايا رياست به ددې خبرې جوګه دې چې دغه بوج به برداشت کړي؟ نوځکه زما ويره دا ده چې دا امن معاهدې په تاريخ کې چونکې کله نه دي کاميابې شوې نوپوښتنه دا ده چې دا به ددې سيمې او ددې رياست وجود خو په خطره کې نه اچوي؟”
خو په پېښور کې مېشته يو بل خبريال محمد فهيم بيا په کابل کې دپاکستان دحکومت او ټي ټي پي ترمينځ دمذاکراتو پيل کيدو عمل ته په مثبت نظر ګوري او هغه وايي له دې وړاندې به په کابل کې حکومت دپاکستان خبرې ته غوږ نه ايښودو خو اوس افغان طالبان په پاکستان کې امن غواړي او دا ډيره غوره خبره ده چې هغوي دسولې په مذاکراتو کې يو مهم کردار ادا کوي.
محمد فهيم وويل چې دټي ټي پي له لوري کومې سختې غوښتنې مخې ته راغلي هغه حتمي نه دي، بلکې چونکې دا دخبرو اترو لمړى پړاو دى او په دغسې حال کې فريقين هڅه کوي سخت شرايط مخې ته راوړي ترڅو له مذاکراتو دزياتې څخه زياته ګټه پورته کړي خو دپاکستان حکومت لا دهغوي دانضمام دخاتمې، دقبايلي سيمو څخه دپوځ دويستلو پشان خبرو ته لا نه دى چمتو شوى.
محمد فهيم وويل چې دپاکستان حکومت، افغان حکومت او ټي ټي پي ټول امن غواړي نو پکار ده چې امن ته يوه موقعه ورکړى شي.
جرګه به ټي ټي پي سره دهغوي په سختو شرايطو خبرې کوي چې پکې دقبايلي سيمو څخه دپاکستاني پوځ ويستل او دقبايلي سيمو دخېبرپښتونخوا څخه دبيلولو په ترڅ کې ددې پخوانى حېثيت پځايې کول هم شامل دي.
دسرچينو وينا ده چې دلمړو خبرو وروستو په لانجمنو معاملو دخبرو په دوامداره ساتلو اتفاق کړى چې پکې دفاټا اصلاحاتو واپسي، دټي ټي پي کمانډرانو ته خپلو ضلعو ته دستنيدو لپاره دخوندي لارې ورکول شامل دي، دسرچينو وينا ده چې سينټر صالح شاه چې دتيرو خبرو برخه هم پاتې شوې، دټي ټي پي سره دجرګې نقطه نظر شريک کړيدى.
هغه ويلي چې غوښتنې به دپوځي چارواکو سره شريکولى شي او زياته کړې يې ده چې کابل ته له روانيدو څخه دمخه دجرګې غړو په پېښور کې دپوځي چارواکو سره ليدنه کړې.
اخندزاده چټان ويلي دواړو خواو په دې خبره اتفاق کړى چې دميډيا سره به رازدارانه معلومات نه شي شريکولى ځکه دا به دسولې روانې پروسې ته زيان ورسوي.
دا جرګه به په کابل کې دجمعې تر ورځې ايساره وي
دجرګې يو غړي دنوم نه څرګندولو په شرط ايکسپريس ټريبون ته ويلي دجرګې ټولو استازو په دې خبره اتفاق کړى چې محسود قبيله به دمحسود طالبانو سره ليدنه کوي اوهمدغه شان به دسوات او ملاکنډ سره تعلق لرونکي دټي ټي پي غړي به دجرګې دخپلو استازو سره ليدنه وکړي ترڅو هغوي يو بل ته خپلې انديښنې وړاندې کړي او په ټولو معاملاتو ضمانت واخلي.
راپورونه په ډاګه کوي چې ټي ټي پي دخپلو غوښتنو يو فهرست شريک کړى چې پکې دقبايلي سيمو څخه دپوځ دويستلو، دخپلو بنديانو دخوشې کولو، دقبايلي سيمو دخېبرپښتونخوا څخه بيرته دبيلولو او هغوي ته دوسلو ساتلو اجازه ورکول شامل دي.
خو پاکستان دغو ټولو وړانديزونو منلو ته چمتو نه دى، سرچينو ويلي قبايلي جرګه به تي ټي پي دوسلې غورځولو او خپلو کورونو ته راستنيدو ته اماده کوي.
دټي ټي پي او دامنيتي اسټيبلشمنټ ترمينح خبرې تيرکال داکتوبر په مياشت کې پيل شوې وې او اوس يو نوي پړاؤ ته داخل شويدي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي په جګړه بوختې قبيلې بيرته خپلو اړونده سيمو ته راستنيدې او په قامي چوکاټ کې يې ورګډې کړي.
دروانې اوونۍ په پيل کې ناچله ټي ټي پي دپاکستان سره اوربند غځولى و ترڅو دخبرو لپاره ورته نور وخت په لاس ورشي، دافغان طالبانو حقاني نيټ ورک ددواړو خواو ترمينځ په سوله کې مرکزي کردار ادا کوي.
دسولې دغه پروسه تيره مياشت وروستو له هغې پيل شوه چې پاکستان دافغان طالبانو حکومت ته ډاګيز پيغام وليږلو چې نور به دپولې پورې غاړې څخه ترهه ګريز بريدونه نه زغمي.
په راپور کې ويل شويدي چې سږکال په ترهه ګريزو بريدونو کې 120 پاکستاني عسکر وژل شوي چې په دغو بريدونو کې زياتره دپولې پورې غاړې څخه دټي ټي پي له لوري ترسره شويدي.
داپريل په مياشت کې دپولې پورې غاړې څخه دپرله پسې بريدونو وروستو دپاکستان پوځ دپولې پورې غاړه په افغانستان کې دټي ټي پي دځالو په ضد عمليات ترسره کړل او ددې سره يې افغان طالبانو ته خبردارى ورکړو چې دافغانستان له خاورې څخه دپاکستاني پوځيانو په ضد په بريدونو کې دککړې ټي ټي پي ډلې دجنګيالو په ضد کلک ګامونه واخلي.
دپاکستان داړخ څخه دفشار وروستو افغان طالبانو ټي ټي پي يوځل بيا دسولې خبرو ته اماده کړل، څو اوونۍ دمخه دپېښور دکورکماندر ليفټننټ جنرال فيض حميد په مشرۍ کې يو پاکستاني پلاوى کابل ته دټي ټي پي سره دسولې دخبرو لپاره رسيدلى و.
په دغو خبرو کې ټي ټي پي اوربند دمئ تر 30مې نيټې غځولى وى کوم چې اوس تر نامعلومې مودې غځول شويدى.
باور کيږي چې پاکستان دنيک نيتۍ دجذبې لاندې په زندانونو کې موجود دټي ټي پي ځينې کمانډران هم خوشې کړي، دخبرو اترو په اړه زياتره معلومات يا خو دټي ټي پي او يا هم دافغان طالبانو دحکومت له لوري مخې ته راځي خو پاکستان په سرکاري توګه په دې اړه خاموشي خپله کړې ده.
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله ويلي دا يوه نازکه موقعه ده او دوزيراعظم څخه داجازې اخستو پرته په دې خبرې نه شي کولى.
په افغان خاوره دټي ټي پي دجنګيالو دشتون له امله داسلام اباد او افغان طالبانو ترمينځ اړيکې تاوژنې دي، دطالبانو سرپرست حکومت دتي ټي پي په ضد له دې امله له ګامونو اخستو ډډه کوي چې ټي ټي پي ورسره دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو په ضد په جګړه کې برخه اخستې وه او ملګري يې پاتې شويدي.
پاکستاني چارواکي دا خبره هم مني چې ټي ټي پي او افغان طالبانو ديوې سکې دوه بيلا بيل اړخونه دي.
ددغه معاملې څخه دخبر چارواکو وينا ده چې دپاکستان او دټي ټي پي ترمينځ دسولې دتړون سره به افغان طالبانو ته ګټه ورسي ځکه په دغسې صورتحال کې به افغان طالبان دټي ټي پي په ضد دعملياتو کولو څخه پرته دپاکستان دانديښنو ازاله وکړى شي.
خو چارواکي دټي ټي پي دجنګيالو سره دپاکستان دحکومت په ماضي کې دترسره شوو سولې دتړونونو په تناظر کې دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمينځ اوس دسولې دتړون داوږدمهاله نتيجو توقعو نۀ کوي.
کابل ته چې دقبايلي مشرانو کومې جرګې سفر کړى دهغې په غړو کې دسرحدي سيمو په اړه دسينيټ دقايمه کميټۍ چيرمين سينيټر بلال رحمان، دخېبرپښتونخوا پخوانى ګورنر شوکت الله، دپي پي پي دقبايلي سيمو لارښود او پخوانى ايمن اين اى اخندزاده چټان، پخواىن سينيټر مولانا صالح شاه او حفيظ رشيد احمد، قبايلي مشران ملک نادر منان، ملک فياض او ملک مرجان شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button