اسرايلي پوځ په لويديزه غاړه کې يوه ښځه په ډزو وژلې،راپور
دالجزيره دراپور له مخې اسرايلي ځواکونو داسرايلي قبضه شوې لويديزه غاړې دمهاجرينو په يو کيمپ کې په ډزو سره يوه فلسطيني ښځه وژلې ده.
دفلسطين دروغتيا وزارت ددغه وژل شوې ښځې پيژندګلو ديو 31 کلنې غفرانه حميد وراسنيه په نوم سره کړې ده او ويلي يې دي چې دغه ښځه په سينه په ډزو ويشتل شوې ده.
په يو بيان کې اسرايلي پوځ ويلي يوه بريدکوونکې چې ورسره چاړه وه، داسرايلي پوځ( ايي ډي ايف) دعسکر په لوري يې وروړاندې شوې وه، چاچې عمومي امنيتي کار ترسره کولو.
خوالجزيره ته يو عيني شاهد ګويرا بوديري ويلي ورسينه عسکرو ته کمه خطره راولاړه کړې وه او چاړه وړه وه.
بوديري وويل چې ورسينه له وژل کيدو څخه درې ورځې دمخه په يو ريډيو سټيشن کې نوى روزګار پيل کړى و.
دعيني شاهدانو په وينا دغه ښځه دکار لپاره دکور څخه روانه وه.
دغه ښځه سحر له اتوو بجو څخه دمخه دکيمپ په داخل کې په ډزو ويشتل شوې، چرته چې اسرايلي عسکر په مستقله توګه موجود وي.
دغه زنانه له ژوبل کيدو وروستو فلسطيني ريډ کراس يو روغتون ته وړې خو وروستو يې ساه ورکړې ده.
فلسطيني ريډ کراس ويلي اسرايلي پوځ دورسينا پورې لاس رسي کې دهغوي مخه نيولې او دروغتيا دڅانګې کسانو ته يې دهغې دعلاج اجازې ورکولو کې 20 منټه اخستي.
په روغتون کې دډاکټرانو وينا ده چې په کومه ګولۍ دغه زنانه لګيدلې دهغې زړه يې څيرلى.
ورسينه چې دنزدې دالشيوخ کلي سره يې تعلق و، يوه پخوانۍ قيدي وه.
دفلسطين دبنديانو ټولنې( پي پي ايس) په يو بيان کې دهغې په وژنه غمرازي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې هغې اوس اوس په اسرايلي زندانونو کې درې مياشتې تيرې کړي او سږکال داپريل په مياشت کې خوشې کړى شوې وه.