افغانستانمهم خبرونه

ګلبدين حکمتيار وايي افغانانو په يوه پيړۍ کې مغرورې امپراتورۍ ونړولې

 دافغانستان دحزب اسلامي  ګوند مشر او پخواني  وزيراعظم انجنير ګلبدين حکمتيار ويلي دي  دا د الله تعالیٰ ثابت سنت دي چې کله د طُغاتو د سرکوبۍ  اراده وکړي نو د مُقابلې  لپاره يې يو داسې هوډمن قوم إنتخاب کړي چې حوصله يې تر غره هم لوړه او مضبوطه وي.

  دګلبدين حکمتيار ددفتر  دمطبوعاتي څانګې له مخې    يوې غونډې ته په وينا کې  ګلبدين حکمتيار وويل “د خپل همدې ثابت سنت له مخې يې د فرعون پر وړاندې موسیٰ او د نمرود پر وړاندې إبراهيم عليهما السلام غوره کړل”

 هغه وويل ” داانتخاب يوه ستره إلٰهي پېرزوينه ده او يوازې هغه څوک پرې نازوي چې خدای تعالیٰ ته تر ټولو ډېر نږدې وي”

 هغه دا هم وويل  ” د اوسنيو فراعنه‌و د زوال لپاره ره يې افغانان غوره کړل او په نږدې يوه پېړۍ کې يې پرې څو بدمسته او مغرورې امپراتورۍ داسې ونړولې؛ چې نن يې نوم او نښان يوازې د تاريخ برخه ده او بس “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button