پاکستانمهم خبرونهنړۍ

عمران خان خپل غړي داستعفاګانو له پخلي منعې کړي،حکومت به پي ټي ايي ته دبل مارچ اجازه نه ورکوي

دپاکستان وفاقي کابينې دمخالف ګوند تحريک انصاف له لوري داسلام اباد لوري ته دبل لانګ مارچ دمخنيوي په پوره قوت سره دمخنيوي اراده څرګنده کړې په پلازمېنه ددغه ګوند دمشرتابه له لوري د “يرغل” دهڅې په ضد دڅه رقم کارروايۍ دتعين لپاره پينځه کسيزه کميټي جوړه کړې ده.
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله دکابينې له غونډې وروستو يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي ” دا يو مجرمانه مارچ و او ما دپي ټي ايي مشرتابه ته دپاکستان پينل کوډ لاندې دسختې سزا ورکولو وړانديز کړيدى”
دکشمير چارو او ګلګت بلتستان په اړه دوزيراعظم صلاحکار قمرزمان کايره او دمواصلاتو وزير اسد محمود سره يوځايې ښاغلي رانا ثناء الله وويل پي ټي ايي ته به په راتلونکي کې دبل مارچ اجازه نه ورکول کيږي او زياته يې کړه چې ددغه ګوند دمشرتابه او دهغوي دهاغو زرګونو کارکوونکو چې رياستي ودانيو ته يې زيان رسولى، په ضد دوړاندې څخه کيسونه درج کړى شوي
بل اړخ ته په داسې حال کې چې دقامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف دتحريک انصاف ګوند داسمبلۍ غړي دقامي اسمبلۍ دغړيتوب څخه داستعفګانو دپخلي لپاره بللي دپاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان دخپل ګوند غړي دقامي اسمبلۍ دسپيکر په په مخکې دوړاندې کيدو څخه منعې کړيدي.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې پخواني وزيراعظم ډيجيټل ميډيا سره تعلق لرونکو کسانو سره په خبرو کې وويل هغوي دوړاندې څخه استعفا ورکړې او په قامي اسمبلۍ کې په دې اړه اعلان هم شويدى نو ځکه داستعفاګانو دپخلي لپاره هلته دتللو ضرورت نشته.
عمران خان ويلي اسمبلۍ ته له ستنيدو څخه به دا تاثر ترلاسه شي چې پي ټي ايي ” درامد شوى حکومت” منلى دى، ددې ترڅنګ يې په دې خبره هم ټينګار کړى چې يو غړي ته هم په انفرادي توګه اسمبلۍ ته تګ نه دى پکار.
دقامي اسمبلۍ سپيکر له دې وړاندې په 6م جون دپي ټي ايي او عوامي مسلم ليګ د131و غړو داستعفګانو دپخلي پيل کولو کولو پريکړه کړې وه.
ددې ترڅنګ دتحريک انصاف يو بل لارښود او داطلاعاتو پخواني وزير فواد چوهدري هم په اسلام اباد کې دخپل ګوند ديو بل لارښود حماد اظهر سره يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي هغوي قامي اسمبلۍ ته دستنيدو هيڅ اراده نه لري او زياته کړې يې ده چې موجوده سپيکر ته دا واک نشته چې هغه دې دپخواني سپيکر له لوري دګوند دغړو دمنل شوو استعفاګانو جاج واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button