مهم خبرونهنړۍ

جوبايډن وايي مونږ دناټو او روسيې ترمينځ جګړه نه غواړو

دامريکا اولسمشر جوبايډن ويلي ” مونږ دناټو او روسيې ترمينځ جګړه نه غواړو”
په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې په ليکل شوي يو مضمون کې دامريکا ولسمشر ليکلي ” که زه دښاغلي پوتين سره هر څومره اختلاف وکړم او دهغه عملونه غصه وګڼم، امريکا به په ماسکو کې دهغه دلرې کولو هڅه نه کوي”
هغه دا هم ليکلي دي چې “ترڅو په امريکا او يا زمونږ په ايتلافيانو بريد نه وي شوى، مونږ به په دې شخړه کې نيغ په نيغه نه ښکيل کيږو، اوکراين ته دامريکايي پوځ دليږلو او يا په روسي پوځونو دبريد دلارې ”
امريکايي ولسمشر ليکلي “دامريکا هدف ډير واضحه دى، مونږ يو جمهوري، ازاد، خپلواکه او داسې خوشحال اوکراين غواړو چې دنور جارحيت په ضد دځان ددفاع لپاره وسايل ولري”
په عين حال کې دملګرو ملتونو دبشري حقونو ادارې ( او ايچ سي ايچ ار) پخلى کړيدى چې دفرورۍ د24مې نېټې څخه دمئ د30مې نېټې تر نيمايي شپې په اوکراين کې 9029 ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داو ايچ سي ايچ ار له لوري د4113 کسانو دوژل کيدو او او 4916و دژوبل کيدو پخلى شويدى.
خو دغه ادارې خبردارى ورکړى چې دمرګ ژوبلې اصلي شميره له دې څخه هم زياته کيدى شي ځکه چې دماريوپول، ارزيوم او پوپسنه پشان دسختو جګړو له سيمو څخه اوس هم اطلاعات په رارسيدو دي.
ادارې ويلي دي زياتره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله دچاوديدونکو وسلو له امله اوښتې چې پکې توپې، ګڼ اړخيزه راکټي سيسټمونه، ميزايلونه او هوايي بريدونه شامل دي.
بل اړخ ته انټرفوکس خبري ادارې دروسيې ددفاع دوزارت له قوله ويلي دي چې روسي جوهري ځواکونه په ايوانوو ايالت کې مشقونه ترسره کوي او زياته کړې يې ده چې په دغو مشقونو کې خواوشا زر ځواکونه برخه اخلي.
اخوا داوکراين ولسمشر وولودي مير زيلنسکي ويلي روسيې سره په جګړه کې هره ورځ داوکراين د60و څخه تر 100ؤ پورې عسکر وژل کيږي او زياته کړې يې ده چې 500ؤ پورې عسکر په دغه جګړه کې دژوبل کيدو سره هم مخ کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button