پاکستانمهم خبرونهنړۍ

وزيراعلي محمودخان وايي شمالي وزيرستان، خېبر او باجوړ کې دې سولې ته پام وګرځولى شي

په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې په ترهه ګريزو پېښو کې اضافه راغلې ده، ددغه صوبې وزيراعلي محمودخان امر کړى چې په شمالي وزيرستان، خېبر او باجوړ کې ته دې دسولې په اړه زيات پام وګرځولى شي.
په ډاګه دې وي چې تيره ورځ هم په شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته ځانمرګي بريد کې دوه عسکر او دوه ماشومان ژوبل شوي وو او ددې ترڅنګ دپېښور په يکه توت سيمه کې هم ديوې بمي چاودنه له امله دوه کسان ژوبل شوي وؤ.
په خېبرپښتونخوا کې په دې وروستيو کې مخې ته دراغلو ترهه ګريزو پېښو په تناظر کې دوزيراعلي محمودخان په مشرۍ په پېښور کې دلوړې کچې يوه غونډه ترسره شوې ده چې پکې وزيراعلي امر کړيدى چې دورانکارو په ضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عمليات تُند کړى شي.
پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې په شمالي وزيرستان او نورو سرحدي کې بريدونه دپولې پورې غاړې څخه دټي ټي پي دجنګياليو له لوري ترسره کيږي او هغوي په دې اړه په کابل کې له چارواکو څخه داقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
خو بل اړخ ته تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې واکمنو شووطالب چارواکو دريځ خپلى کړى چې هغوي دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد دکارولو اجازه نه ورکوي، طالبان پخپله خاوره دټي ټي پي دشتون څخه انکار کوي.
په دې اړه دوزيراعلي په فيسبوک پاڼه دخپور کړى شوي يو بيان له مخې وزيراعلي محمودخان دغونډې په مهال وويل حکومت دقانون پځايې کوونکو ادارو سره ولاړ دى او ددوي ټول ضرورتونه به په ترجيحي بنيادونو پوره کولى شي، وزيراعلي ويلي صوبايي حکومت به ددې مقصد لپاره ټول وسايل په کار راولي.
وزيراعلي په ډاګه کړې ده چې که هر څو دتندلارو او جرايم پېشه کسانو په ضد دپوليسو او نورو قانون پځايې کوونکو ادارو عمليات دستاينې وړ دي خو ديوې مربوطې تګلارې لاندې دنورو موثره عملياتو ضرورت دى.
وزيراعلي دا هم ويلي دي چې په خېبرپښتونخوا کې به دامن وامان په وضعيت هيڅ رقم ساز باز نه شي کولى او دسولې وضعيت به په هر صورت کې پځايې ساتلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button