مهم خبرونهنړۍ

هند کې يوې مور خپل شپږ بچي کوهي ته غورځولي او وژلي دي،راپور

دهند دټايمز اف انډيا ورځپاڼې په يو راپور کې ويل شوي په دغه هيواد کې يوې ديرش کلنې مور په مبېنه توګه خپل شپږ بچي ، چې پکې پينځه جينکۍ او يو هلک شامل دى، دګل په غرمه يو ژور کوهي ته وغورځولي، سيمه ييزو خلکو ددغو ماشومانو دژغورنې هڅه کړې خو پکې ناکامه شويدي، کوهي ته دغورځول شوو ماشومانو عمرونه ددوو څخه تر لسو کلونو ښودل شويدي.
دغه پېښه دهند په مهاراشټرا رياست کې مخې ته راغلې ده.
په راپور کې دپوليس سرچينو له قوله ويل شويدي چې درونا سوهاني په نوم ديرش کلنې مور وروستو پخپله هم دغه کوهي ته دخپل ژوند دخاتمې په غرض دټوپ کولو هڅه کړې خو سيمه ييزو خلکو هغه ژغورلې ده.
سرچينو ويلي شک کيږي چې هغه دخپلو بچو کوهي ته دغورځولو په اقدام دهغې هاغه شرابي خاوند چې ورسره به يې اکثره جګړې کولې، هڅولې، هغه په پوليس تاڼه کې موجود ده خو حالت يې داسې نه دى چې په دې اړه څه ووايي.
په راپور کې دپوليس چارواکو له قوله ويل شويدي چې دماشومانو مړي له کوهي څخه دشپې تر لسو بجو راويستل شوي او بيا دپوسټ مارټم لپاره يو دلمړۍ کچې روغتيايي مرکز ته ليږدول شويدي.
دسيمې دپوليسو يو افسر( ايس پي) نيلش تامبى ويلي دمرګونو دسبب معلومولو لپاره پلټنې دوامداره دي.
ددغه پېښې وروستو دکلي خلکو دزياتې حيرانۍ څرګندونه له دې امله کړې چې دغه ښځې ته څه رقم نفسياتي معاملې پېښې نه وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button