مهم خبرونه

عمران خان وايي دمارچ په مهال زمونږ دځينو کارکوونکو سره تمانچې وې،دوينې بهيدو خطره وه

 پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند  مشر عمران خان  ويلي په اسلام اباد کې يې تيره اوونۍ  دخپل ګوند  لويې مارچ له دې امله  ختم کړى چې انديښنه يې لرله  وينه به وبهيږي ځکه چې دهغه دګوند ځينې کارکوونکو وسله لرله  او دچارواکو له لوري ترڅو ګينټو دروانې ګوله بارۍ  په ضد ځوابي عمليات کولى شي.

  دپاکستان دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله  دعمران خان  دګوند دکارکوونکو په ضد اقدامات کړي وو،  په اسلام اباد کې يې  دپوليسو او ملېشې ترڅنګ دپوځ ځوانان هم  ځايې پځايې کړي وو او دپنجاب په ګڼو برخو کې  دپوليسو او پي ټي ايي دکارکوونکو ترمينځ دنښتو رامينځته کيدو ترڅنګ دپي ټي ايي په ګڼ شمير کې کارکوونکي نيول شوي، ژوبل شوي او دوه پکې مړه شوي هم وؤ.

 عمران خان دخپل ګوند دکارکوونکو په ضد دحکومت له لوري دطاقت داستعمال غندنه کړې وه، خپل احتجاج يې پرامنه ګرځولى او  دسترې محکمې څخه يې هم غوښتنه کړې وه چې  حکومت ته مجبور کړي، ترڅو دهغه ګوند ته دپرامنه احتجاج کولو اجازه ورکړي خو حکومت دعوه کوله چې دپي ټي ايي دکارکوونکو سره وسلې وې  کومې چې هغوي نيولې هم دي او دعمران خان  مقصد تاوتريخوالى رامينځته کول وؤ.

 عمران خان  يو شخصي ټي وي 92 نيوز سره په مرکه کې  دخپل مارچ ختمولو دعلتونو په څرګندولو سره وويل  دکوم اړي ګړي او تشددحتمي ګټه به وزيراعظم شهبازشريف ته رسيده.

 هغه وويل” دپوليسو په ضد کرکې له وړاندې څخه شدت خپل کړى و او او په ډي چوک زما په ليدو به زما دکارکوونکو جذبات نور هم راپاريدلي وي، ما100 فيصده باور لرلو چې ګولۍ به وچليږي، زمونږ داړخ کسان هم تيار وؤ ځکه چې په هغوي کې دځينو سره  تمانچې وې نو ځکه دپوليسو او پوځ په ضد په کرکه کې به نوره اضافه هم کيده او په هيواد کې به تقسيم پيدا شوى وى”

 عمران خان وويل ګوند به يې دنهې په ورځ سپريم کورټ ته مراجعه کوي او پوښتنه به کوي چې په هيواد کې  پرامنه احتجاج جايز دى که نه؟ ” که چرې دا ځل سپريم کورټ زمونږ دبنيادي حقونو تحفظ ونه کړو نو دا جمهوريت نه دى”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button