افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

اسلام اباد او ټي ټي پي تر نامعلومې مودې په اوربند متفق

 دپاکستان دحکومت او  پاکستاني طالبانو دناچله ډلې (ټي ټي پي) ترمينځ  تر نامعلومې مودې  داوربند  او په قبايلي سيمو کې  خواوشا ددوو لسيزو راهسې

روان تندلاريتوب دخاتمې لپاره  دمذاکراتو په دوامداره ساتلو اتفاق کړيدى.

 دډان ورځپاڼې دراپور له مخې ددغه پرمختګ څخه خبر سرچينو  دانګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ويلي تيره شپه ختميدونکي اوربند کې  پراختيا دافغانستان پلازمېنې کابل کې ددواړو ډلو ترمينځ په مذاکراتو کې دمهم پرمختګ نخښه ده.

سرچينو ويلي  دواړو ډلو  دافغانستان داسلامي امارت دريس الوزرا  ملا محمد حسن اخند سره دهغه په دفتر کې دبيلا بيلو ليدنو وروستو په اوربند کې  په پراختيا او دسولې دوامداره ساتلو باندې اتفاق کړيدى.

سرچينو ويلي  ددواړو ډلو سره پخپلو ليدنو کې دطالبانو ريس الوزرا ددې خواهش څرګندونه کړې چې بايد خبرې اترې او اوربند پرته له کومې غوڅې نېټې  دوامداره وساتلى شي.

 له دې وروستو ترسره شوې ګډه غونډه کې دواړو ډلو داوربند تر نامعلومه مودې دوامداره ساتلو او ددغه شخړې دختمولو لپاره دمذاکراتو مخ په وړاندې بوتللو باندې اتفاق کړى دکومې له امله چې دپاکستان قبايلي سيمو او په هيواد کې په لويه پيمانه  په زرګونو خلکو کډې کړي او وژنې پکې رامينځته شويدي.

 دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او دټي ټي پي ډلې وياند محمد خراساني دروانې مياشتې په پيل کې په اوربند کې تر 30مې مئ دپراختيا اعلان کړى و.

 په اوربند کې دپراختيا په اړه تر دې مهاله  دپاکستان حکومت کوم بيان نه دى جاري کړى.

 په راپور کې ويل شويدي دغه پرمختګ دافغانستان پلازمېنې کابل کې  ددواړو ډلو دلوړپوړو پلاوو په شتون کې دپيچيده او  جامع مذاکراتو دلړۍ وروستو رامينځته شويدى کوم چې په يوه موقعه ماتيدو ته نزدې ؤ.

سرچينو يولي مرکزي مينځګړي او دطالبانو دکورنيو چارو دوزارت سرپرست سراج الدين حقاني  دمذاکراتو بيا پځايې کولو کې مرسته کړې ده.

دسرچينو وينا ده چې  دپاکستان حکومت او ټي ټي پي  دځينو غوښتنو په منلو سره دخپلې سنجيدګۍ څرګندونه کړې  او دافغان طالبانو دوړانديز وروستو داعتماد سازۍ لپاره به  دباضابطه او منظمو مذاکراتو په لوري تلل مهم وي.

 ټي ټي پي  لمړى داختر په موقعه  داوربند اعلان وکړو او پکې يې  وروستو له هغې پراختيا راوسته چې پاکستان  د( ټي ټي پي) يو شمير کمانډران پريښودل، چاته چې دمرګ سزاګانې اورول شوې وې، دخبرو اترو دغه پړاو کې دپاکستاني پلاوي مشري  دپېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرال فيض حميد کړې او وروستو له هغې  پاې ته رسيدلى چې دواړو خواو  پکې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

ټي ټي پي  دپخوانيو قبايلي سيمو څخه  دپوځ  دويستلو، دخېبرپښتونخوا سره  دقبايلي سيمو دانضمام  دمنسوخولو، دهغوي دجنګيالو په ضد دمقدمو دختمولو  او دهغوي دپريښودلو او په ملاکنډ ډويژن کې  دشريعت په اساس  دنظام عدل پځايې کولو غوښتنه کړې ده.

 که هر څو امنيتي ځواکونه وايي  دغه غوښتنې  دمنلو وړ نه دي  او ددې دمنلو مطلب به  درياست په ګونډو کيدل وي  خو ددې باوجود هم حکومتي پلاوي دطالبانو سره ددريم پړاو مذاکرات پيل کړي، دحکومتي اړخ لپاره ترټولو لمړۍ ترجيح  په اوربند کې پراختيا راوستل دي، کوم چې  سبا دمئ په 30مه نېټه ختميږي.

 خو پاکستان په دغو خبرو په بشپړ ډول خاموشي خپله کړې ده.

 تيره ورځ دملګرو ملتونو دامنيتي شورا راپور په افغانستان کې  موجودې دپاکستاني طالبانو ناچله ډلې( ټي ټي پي)  څخه دپاکستان امنيت ته دپېښ ګواښ  يادونه تکرار کړې وه  او خبردارى يې ورکړى و چې   دسولې  دروانې  روسې د کاميابۍ  امکانات ډير کم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button