پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان او صوابۍ کې دپوليس عسکر په ګډون درې کسان وژل شويدي،سرچينې

 دافغانستان پولې ته نزدې  دخېبرپښتونخوا دقبايلي سيمې  جنوبي وزيرستان په وانا بايي پاس  سړک  نامعلومو وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي.

همدغه راز په صوابۍ کې يو پوليس عسکر پخپل کور کې دننه  نامعلومو کسانو دچاړو په وار سره وژلى دى.

دځايي سرچينو وينا ده چې   دفاروق او طارق په نوم  دواړه وژل شوي  کسان د وانا بازار  سره نزدې  روان  وو چې په لاره کې پرې  نامعلومو  وسله والو  ناڅاپه ډزې  وکړې چې له امله يې دواړه ووژل شول.

 ددواړو کورنۍ سرچينې وايي  طارق او فاروق له هيچا سره شخصي دښمني نه درلوده

 همدغه راز دسيمې د پوليسو وينا ده چې   دهغوي د وژنې د علت معلومولو  په اړه پلټنې کوي

  دسرچينو وينا ده چې وروستو  دواړه کسان د وانا سټي پوليس  تاڼې سره نزدې خاورو ته سپارل شوي دي دکومو تعلق چې  د وانا زلي خيل اوس خيل قبيلې سره دى.

 په ډاګه دې وي چې  تيره ورځ هم په ديجا ګنډۍ سيمه کښې نامعلومه کسانو يو تن په ډزو ژوبل کړى ؤ.

 په جنوبي وزيرستان کې په دې وروستيو کې ګڼې دتشدد پېښې مخې ته راغلي دکوم وروستو چې دسيمې خلک دامنيت په اړه انديښمن دي او له حکومت څخه   په سيمه کې دامن پځايې کولو لپاره داقداماتو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دوزيراعلي محمودخان په مشرۍ  په صوبه کې دامن وامان دوضعيت په اړه يوه غونډه ترسره شوې وه چې پکې وزيراعلي  شمالي وزيرستان، خېبر او دباجوړ په ګډون صوبه کې دامن لپاره دکوټلو اقداماتو ترسره کولو امر کړى و.

بلخوا  دخېبرپښتونخوا دصوابۍ ضلعې ديارحسين دهوبيانو کې  پخپل کور کې يو پوليس  عسکر افضل صديق  دچاړو په وار سره وژل شويدى څوک چې وروستو دسرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button