پاکستانمهم خبرونه

پېښور کې دبمي چاودنې له امله دوه کسان ژوبل

 دخېبرپښتونخوا په سرښارپېښور په يکه توت سيمه کې دګل په ورځ  ديو کور څخه بهر ترسره شوې چاودنه کې يوه ښځه او يو ماشوم ژوبل شويدي.

 دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې  په دغه چاودنه کې تر څلورو سوو  ګرامو پورې چاوديدونکي مواد کارول شويدي  او چاودنه   دپښتون قوم پرست ګوند عوامي نيشنل ګوند ديو پخواني کونسلر  دکور څخه بهر ترسره شوې ده.

 دپوليسو وينا ده چې مقناطيسي بم دکور په دروازه پسې  تړل شوى او ماشوم او زنانه دشېشو ماتيدو له امله ژوبل شويدي چې  دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي.

 دچاودنې له امله دياد کور  دروازې ته زيان  رسيدلى او دنزدې کورونو  دکورونو دکړکيو شېشې ماتې شويدي.

 ددغه چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې.

په دې وروستيو کې   دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور په ګډون په بيلا پيلو سيمو کې مخې ته دراغلو ترهه ګريزو پېښو ذمه واري داعش او ټي ټي پي ډلو منلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button