مهم خبرونهنړۍ

دټيکسس ښوونځي کې ډزې: دغمځپليو له بايډن څخه دنورو اقداماتو غوښتنه

دامريکا ولسمشر جوبايډن داتوار په ورځ په ټيکسس رياست کې ديووالډي ښار سفر کړى، چرته چې تيره اوونۍ يو وسله وال تن په ښوونځي کې په ډزو دنولسو ماشومانو په ګډون ٢١ کسان وژلي وؤ.
دخبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې ولسمشر جوبايډن او دهغه کورودانې جل بايډن سيکرډ هارټ چرچ کې دوژل شو کسانو دکورنيو غړو او خپلوانو سره ددعا په دستوره کې ګډون وکړو.
کله چې امريکايي ولسمشر له چرچ څخه بهر راووتو نو په سړک ولاړو خلکو نعره بازي وکړه چې هغوي دې په لويه پيمانه دډزو دپېښو دمخنيوي لپاره اقدامات وکړي په کوم چې ولسمشر جوبايډن ويلي ” مونږ به يې کوو”
په چرچ کې ددعا ددستورې وروستو دامريکا ولسمشر جوبايډن او دهغه کورودانې دوژل شوو کسانو دکورنيو سره دشخصي ليدنې لپاره راړل دکوم وروستو چې هغوي دپېښې ځايې ته رسيدلو چارواکو سره هم ليدنه وکړه.
ددوو اوونيو څخه هم په کم وخت کې دامريکايي ولسمشر دغه دوهم سفرو، له دې وړاندې هغه دنيويارک ښار بفيلو ته هم تللى و او قرباني شوو خلکو له کورنيو سره يې ليدنه کړې وه چرته چې په 14مه مې په يو نسل پرستان بريد کې يو 18 کلن سپين پوستي ځوان په سپر مارکيټ کې په ډزو سره 10 تور پوستي وژلي وؤ.
امريکايي ولسمشر او جل بايډن په روب ايليمنټري ښوونځي کې ديو عارضي يادګار څخه هم ليدنه وکړه او هلته يې ګلونه کېښودل، چرته چې تيره اوونۍ 18 کلن سلواډور راموس، داى ار 15 ډوله نيم خودکاره ټوپک سره داخل شو او په زده کوونکو او استاذانو يې ډزې پيل کړې.
دجوبايډن ګاډى چې هلته ورسيدو نو موجودو خلکو په لاسونو پړقولو دهغه هرکلى وکړو خو ځينو پکې هاغه وخت دناخوښۍ څرګندونه هم وکړه چې دټيکسس ګورنر ګريګ ايبټ هلته راغلو، دچا تعلق چې دريپبلکن ګوند سره دى او دوسلې په خريدارۍ دنوو بنديزونو په ضد دى.
دهغه په راتګ په راټولولو شوو کسانو کې يو په جګ غږ وويل ” مونږ بدلونونه غواړو”
دچرچ آرچ بشپ ګوسټاو ګارسيا سلر وويل ” زمونږ زړونه مات شويدي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button