افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو ته دهنرمندانو دسپارلو په ضد پېښور کې احتجاج

پېښور:کاشف عزيز

  دپېښور دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته دصوبې دبيلا بيلو سيمو څخه ورټولو شوو هنرمندانو  دحکومت  له لوري دافغانستان څخه دطالبانو له ويرې پېښور ته دراتښتيدلو هنرمندانو  دنيولو او دهغوي افغان طالبانو ته دسپارلو  دپريکړې په ضد احتجاجي  مظاهره کړې ده.

  دصوبايي اسمبلۍ مخې ته راټولولو شوو  مظاهره چيانو وينا ده چې طالبان موسيقي نه مني  او په هنرمندانو سختي کوي، که چرې  حکومت په پېښور کې نيول شوي هنرمندان بيرته  په کابل کې طالبانو ته وسپاري نو طالبان به دهغوي سره څه عمل کوي، په دې بايد سوچ وکړى شي.

دهنرمندانو وينا وه چې په افغانستان کې دهغوي ژوند ته خطره پېښه ده  او له دغه هيواده هغوي  په داسې حال کې راوتلي چې دوه لاسه او دوه پښې وؤ، دهنرمندانو وينا وه کوم ترهه ګر نه دي او نه هم چاته زيان رسوي

 دباچاخان په نوم يو سندرغاړي  وحدت نيوز ته وويل  چې  دپاکستان حکومت دې  هنرمندان  طالبانو ته دسپارلو پځايې دهغوي سره مرسته وکړي.

 هغه  په دې سخت وخت کې په ودريدو دخېبرپښتونخوا   دهنرمندانو مننه وکړه او ددې ترڅنګ يې دطالبانو دحکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې دبې وسه  هنرمندانو سره دې نرمي وکړي.

 دهنرمندانو دډلې مشر راشد په دې موقعه وحدت نيوز سره په خبرو کې وويل  په افغانستان کې په موسيقۍ بنديز لګيدلى دى، دهاغه ځايې حکومت هنرمندان نه پريږدي، ګڼ شمير  هنرمندان يې نيولى، په ګڼ شمير کې مړه شوي هم دي او په داسې حال کې ددې ځايې حکومت هم په هنرمندانو سختي کوي، هغوي نيسي او دطالبانو حکومت ته يې سپاري

ده وويل په افغانستان کې دا مهال ويزې بيخي  بندې دي، ځکه هلته يو جدا سياست روان دى، که چرې دا هنرمندان په پوله طالبانو ته وسپارل شي نو هغوي به ورسره څه کوي؟

همدغه راز دبشري حقونو دکميشن دخېبرپښتونخوا رابطه کار  شاهد محمود وحدت نيوز ته وويل  دهنرمندانو په اړه تګلاره جوړولى شي  او دبشري حقونو پامالۍ مخنيوى به کولى شي.

 دپښتون قام پرست ګوند اى اين پي يو لارښود سردار حسين بابک هم په دې موقعه وحدت نيوز سره په خبرو کې وويل چې  ټول پښتانه وروڼه وروڼه دي، که دپولې دې غاړه او که هاغه غاړه پښتانه اباد دي  پکار ده چې ورسره دانصاف لاره خپله کړى شي.

هغه وويل  په دې اړه به دخېبرپښتونخوا پوليس مشر سره هم خبرې کوي او دې هنرمندانو ته دانصاف ترلاسه کيدو پورې به جنګيږي.

 په عين حال کې  دپوليس سرچينو وينا ده  افغانستان سره تعلق لرونکي هنرمندان دفارن ايکټ دسيوري لاندې  دکاغذونو دنيشتوالي  په جرم کې نيول شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button