پاکستانمهم خبرونهنړۍ

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد، دوه عسکر او دوه ماشومان ژوبل

دافغانستان پولې ته نزدې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد ترسره شويدى چې له امله يې دوه عسکر او دوه ماشومان ژوبل شويدي.
دحکومتي سرچينو وينا ده چې ځانمرګي دشمالي وزيرستان درزمک سب ډويژن دوسلې علاقې په ګردايي چيک پوسټ ترسره شوې ده .
دځانمرګي بريد وروستو په خودکش حمله کې دککړ تن دبدن غړي په سيمه کې پراته ليدلى شوي او په ځانمرګي بريد کې ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شويدي چې پکې دوه عسکر نايک بناس او سپاهي منصف شامل دي.
دچاودنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او دلټونې عمليات يې پيل کړي خو پکې تر دې مهاله دکومې ګرفتارۍ اطلاعات نه دي ترلاسه شوي.
شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې بمي چاودنو او په امنيتي ځواکونو بريدونو کې تيزي راغلې ده چې له امله يې دسيمې خلق دامنيت په اړه دانديښنې سره مخ دي.
په شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو دا ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې په کابل کې دپاکستان دحکومت او کالعدم ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات روان دي چې پکې دپاکستاني وفد لمړۍ ترجيح نن دټي ټي پي سره ختميدونکى اوربند غځول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button