مهم خبرونهنړۍ

دزيلنسکي دختيځ اوکراين سفر، دخارکيف امنيتي مشر يې لرې کړو

دروسيې له بريد وروستو په لمړي ځل اوکرايني ولسمشر وولودي مير زيلنکسي دجګړې ځپليو ختيزو سيمو سفر عين په هاغه وخت کړى چې روسي پوځونو ددونبيس سيمې داهمو ښارونو څخه چاپيره ګيره تنګه کړې ده.
دخبري ادارې اى ايف پي له مخې دخارکيف له سفر وروستو ولسمشر زيلنسکي اعلان کړى چې هغه دشمال ختيځ ښار امنيتي مشر لرې کړيدى.
زيلنسکي ويلي دغه تن يې دبشپړې جګړې دپيل څخه دښار دفاع لپاره دکار نه کولو او يواځې دخپل ځان په اړه په سوچ کولو لرې کړيدى او اګرچې نورو ډير په موثره طريقه محنت کړى و خو پخواني مشر دغسې نه وو کړي.
ولسمشر زيلنکسي ددغه لرې کړى شوي چارواکي نوم نه دى اخستى خو داوکرايني ميډيا دراپورونو له مخې دهغه پيژندګلو دخارکيف سيمې دايس بي يو امنيتي خدماتو دمشر رومن ډوډين په نوم سره شوې ده.
له دې وړاندې د اوکرايني ولسمشر دفتر په ټيلي ګرام يوه ويډيو خپره کړې وه چې پکې ولسمشر خارکيف او په خواوشا کې دتباه شوو ودانيو دسفر کولو په حال کې ليدل شويدى، په دغه مهال هغه دډزو څخه ژغورونکى واسکټ هم اغوستى و.
ولسمشر زيلنکسي له دې وړاندې په يو ويډيو پيغام کې ويلي وو دروسيې دپولې سره پيوست اوکرايني ښارونو کې حالات ډير مشکل دي او روسي پوځونه دهيواد ختيزو سيمو لوهانسک او دونبيس کې نسل کشي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button