افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل کې بمي چاودنې دوه کسان ژوبل کړي،چارواکي

دافغانستان په پلازمېنه کابل کې  ديوې بمي چاودنې له امله لږ ترلږه دوه کسان ژوبل شويدي

دافغانستان دپژواک خبري ادارې  له مخې دکابل امنيه قوماندانۍ ويلي دکابل ښار په لېسه مريم سيمه کې دځايې په ځايې کړى شوي  ماين چاودنه شوې ده.

دامنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ  پژواک ته ويلي  چاودنه ماسپښين  دولس نيمې بجې دکابل ښار مريم لېسې  دګولايي پارک سيمه کې ترسره شوې ده.

دهغه وينا وه چې يو مقناطيسي  ماين په يو بايسکل کې ځايې په ځايې کړى شوى و چې دچاودنې له امله يې دوه کسان  ژوبل شويدي.

خو يو عيني شاهد په دغه چاودنه کې  ديو ماشوم په ګډون ددريوو کسانو دژوبل کيدو خبر ورکړى دى.

تر دې مهاله  ددغه چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

تيره اوونۍ هم دافغانستان پلازمېنې کابل په يو جومات دبلخ ولايت  په مزار شريف کې  په وړو  ګاډو کې درې چاودنې شوې وې چې له امله يې  څوارلس کسان وژل شوي وؤ، دمزار شريف دچاودنو ذمه واري داعش منلې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button