افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

ټي ټي پي سره دپاکستان دمذاکراتو دکاميابۍ احتمال محدود دى،ملګري ملتونه

 دملګرو ملتونو دامنيتي شورا راپور په افغانستان کې  موجودې دپاکستاني طالبانو ناچله ډلې( ټي ټي پي)  څخه دپاکستان امنيت ته دپېښ ګواښ  يادونه تکرار کړې او خبردارى يې ورکړيدى چې   دسولې  دروانې  روسې د کاميابۍ  امکانات ډير کم دي.

 دانګريزۍ ورځپاڼې ډان دراپور له مخې  د1988 دطالبانو دبنديزونو دکميټۍ څارونکې ډلې  په کليز راپور  دافغان طالبانو سره دټي ټي پي  داړيکو يادونه کړې، ددې خبرې سپيناوى يې کړى چې څنګه  تيرکال دغه ډلې ته دغني درجيم درانسکوريدو څخه ګټوره شوه  او ددې ترڅنګ يې  له افغانستان څخه دنورو ترهه ګريزو ډلو سره دهغوي  په اړيکو هم رڼا اچولې ده.

 په راپور کې ويل شويدي چې دناچله ټي ټي پي  خواوشا 4000 جنګيالي دي  چې  دپاکستان او افغانستان دپولې ترڅنګ په ختيځو او جنوبي برخو کې  موجود دي  چې ورسره په دغو سيمو کې   هغوي دبهرنيو ترهه ګرو ترټولو لويه ډله جوړه کړې ده.

 تيرکال  دطالبانو لخوا په کابل دواکمنيدو وروستو دا ددغه کميټۍ  لمړى راپور دى، ددې  اصل پام دطالبانو داخلي  سياست، دهغوي اقتصاد، القاعده ، داعش او نورو ترهه ګريزو ډلو سره اړيکو او دملګرو ملتونو دامنيتي شورا  په بنديزونو عمل  کولو لوري ته دى.

تيرکال  دخبرو اترو په لمړي پړاو کې  ديوې مياشتې په اوربند اتفاق شوى  کوم چې وروستو له هغې مات شو چې ټي ټي پي  په اسلام اباد  دژمنو دنه پوره کولو تور پورې کړو، ټي ټي پي وروستو  په پاکستاني پوځيانو بريدونه بيا پيل کړل او دسولې دمطالعو دپاکستاني  ادارې له لوري دراټولې کړى شوې شميرې له مخې  هغوي  خواوشا 46 بريدونه ترسره کړي چې زياتره يې دقانون په پځايې کوونکې پرسونل ترسره کړي او پکې 79و کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

 په افغانستان کې دامريکايي جګړې په مهال دطالبانو دستراتيژۍ  په تعقيبولو سره ټي ټي پي دمارچ په 30مه نېټه  دپاکستاني پوځيانو په ضد دسپرلي دعملياتو اعلان کړى و.

 دسولې پروسه چې پکې دطالبانو دکورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني  اسانتيا ورکوي، دروانې مياشتې په پيل کې  وروستو له هغې بيا پيل شوې چې دواړو خواوشا داعتماد سازۍ اقدامات وکړل، ټي ټي پي  لمړى داختر په موقعه  داوربند اعلان وکړو او پکې يې  وروستو له هغې پراختيا راوسته چې پاکستان  د( ټي ټي پي) يو شمير کمانډران پريښودل، چاته چې دمرګ سزاګانې اورول شوې وې، دخبرو اترو دغه پړاو کې دپاکستاني پلاوي مشري  دپېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرال فيض حميد کړې او وروستو له هغې  پاې ته رسيدلى چې دواړو خواو  پکې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

ټي ټي پي  دپخوانيو قبايلي سيمو څخه  دپوځ  دويستلو، دخېبرپښتونخوا سره  دقبايلي سيمو دانضمام  دمنسوخولو، دهغوي دجنګيالو په ضد دمقدمو دختمولو  او دهغوي دپريښودلو او په ملاکنډ ډويژن کې  دشريعت په اساس  دنظام عدل پځايې کولو غوښتنه کړې ده.

 که هر څو امنيتي ځواکونه وايي  دغه غوښتنې  دمنلو وړ نه دي  او ددې دمنلو مطلب به  درياست په ګونډو کيدل وي  خو ددې باوجود هم حکومتي پلاوي دطالبانو سره ددريم پړاو مذاکرات پيل کړي، دحکومتي اړخ لپاره ترټولو لمړۍ ترجيح  په اوربند کې پراختيا راوستل دي، کوم چې  سبا دمئ په 30مه نېټه ختميږي.

 خو پاکستان په دغو خبرو په بشپړ ډول خاموشي خپله کړې ده.

 دملګرو ملتونو په راپور کې  خبردارى ورکړيدى چې ټي ټي پي  دپاکستاني رياست په ضد اوږدمهاله  کمپاين ته پام ګرځولى دکوم مطلب چې دا دى چې داوربند دتړونونو دکاميابۍ  ډيره محدوده موقعه  ده.

 په راپور کې  په ځانګړې توګه دې خبرې ته پاملرنه شوې ده چې ټي ټي پي ، چې اوس اوس  داوولسو بيلو شوو ډلو په راستنيدو ورته نور توان هم ترلاسه شوى، دا احساس کوي چې  دپاکستاني حکومت سره په خبرو کې  سخت دريځ خپلول  به دهغوي په صفونو کې داتحاد برقراره ساتلو کې مرسته وکړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button