پاکستانسیاستمهم خبرونه

شهباز شريف وايي عمران خان اين ار او غوښتې

 وزيراعظم شهبازشريف ويلي دي  پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف  ګوند مشر عمران خان  دځان او خپل حکومت بچ کولو لپاره اين ار او  غوښتې  او اوس اوس مخې ته راغلى آډيو ټيپ دهغه دمنافقت او غبرګ معيار بې پردې کوي

 په ټويټر خپل يو پيغام کې وزيراعظم شهبازشريف ليکلي  دخپلو دعوو برعکس عمران خان  پخپله  دخپل حکومت ژغورلو لپاره اين ار او غوښتې.

شهبازشريف ويلي عمران خان دټولو هڅو  ناکاميدو وروستو  دغيرملکي سازش قيصه جوړه کړې  خو اوس دعمران خان دروغ بې نقابله شويدي.

 په ډاګه دې وي چې  دپخواني  صدر اصف علي زرداري  او جايداد دلويې کاروباري شخصيت ملک رياض ترمينځ   دمبېنه ټيليفوني خبرو آډيو ريکارډنګ مخې ته راغلى چې پکې  ملک رياض په دې  وينا کولو اوريدل کيږي چې  دتحريک انصاف چيرمين  عمران خان  دهغه سره   دمصالحت لپاره بې تابه دى.

 داصف زرداري او ملک رياض ترمينځ دخبرو دليک کيدو مبېنه آډيو ريکارډنګ دعمران خان له لوري  داسټيبلشمنټ سره دپردې تر شا درابطو  داندازو  په تناظر کې  دحکومت مخالفه دهرنې  دناڅاپي ختمولو وروستو دوه ورځې  وروستو مخې ته راغلى دى.

 خو دعمران خان پي ټي ياي ګوند دغه آډيو جعلي ګرځولې  او دپي پي پي مشرتابه ترې هم لاتعلقي څرګندوي  خودګڼو ګوندونو لارښودانو ويلي دا حقيقي ښکاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button