پاکستانسیاستمهم خبرونه

دبلوچستان په 32و ضلعو کې بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي

  دبلوچستان  په 32و ضلعو کې  بلدياتي ټاکنو لپاره  درايې اچولو عمل پيل شويدى.

 دټاکنو دکميسيون له مخې نن دبلوچستان په 32و ضلعو کې  بلدياتي ټاکنو لپاره درايې اچولو عمل ترسره کيږي، دې لړ کې  درايې اچولو دموادو ويش بشپړ کړى شويدى، درايې اچولو عمل سحر اته بجې پيل شوى.

دټاکنو کميسيون وينا ده  په لمړي پړاو کې په 32و ضلعو کې  درايې اچولو مرکزونه په لرې پرتو او حساسو سيمو کې دي.  په 32و ضلعو کې 5226 درايې اچولو مرکزونه جوړ کړى شويدي  چې پکې 16195 کانديدان ټاکنو ته ولاړ دي او چې له جملې څخه يې 132 ښځينه کانديدانې هم شاملې د چې دغسې دصوبې په تاريخ کې په لمړي ځل  کيږي او دهغوي په مقابل کې زياتره سړي کانديدان ولاړ دي.

 په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې  کله هم  دټاکنو کميسيون  دبلدياتي  ټاکنو ترسره کولو منصوبه کړې نو صوبايي چارواکو په بيلا بيلو عذونو  ددغو ټاکنو دځنډولو هڅه کړې.

 په بلوچستان هاييکورټ کې  دا ځل هم  دټاکنو دځنډولو خواست شوى و خو محکمې دغه خواست رد کړى او دټاکنو کميسيون  له لوري  په مقرر کړى شوې نېټه 29مه مئ يې دټاکنو ترسره کولو ام کړى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button