افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دملګرو ملتونو مبصر وايي دطالبانو تګلارې افغان ښځې دنه ليدو جوګه کوي

دملګرو ملتونو يو لوړپوړي مبصر تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو په ټول افغانستان کې له ولسي ژوند څخه دښځو په ورکولو سخته انديښنه څرګنده کړې ده.
افغانستان ته دخپل يوولس کلن سفر په پاې کې په کابل کې يو خبري کانفرنس ته دوينا په مهال په افغانستان کې دبشري حقونو په اړه دملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر، رچرډ بينيټ وويل ” افغانستان د ګڼو بشري حقونو سخت چيلنجونه لري کوم چې په ابادۍ سخته اغيزه کوي.”
هغه وويل “زه په چارواکو ټينګار کووم چې دبشري حقونو چيلنجونه ومني دکوم سره چې هغوي مخ دي او دخپلو لفظونو او عملونو ترمينځ فاصله ختمه کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې دکله راهسې طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي دشپږم ټولګي څخه پورته جينکۍ يې ښوونځيو ته له تللو څخه منعې کړي، زياترو ښځينه ملازمانو ته په حکومتي روزګارو دکار کولو اجازه نه ورکوي، ښځې يواځې سفر کولو ته نه پريږدي، هغو ته يې امر کړى چې په ولسي مقاماتو ځانونه ټول پټ کړي چې پکې مخونه هم شامل دي، هغوي ته يې په سخته امر کړى چې په کورونو کې دې اوسي.
بينيټ وويل که چرې دټولو جينکو ښوونځي پرانستل شي، داسې يو ټولګډون حکومت جوړ شي چې ټول پکې ځانونه وګوري او ناراضتيو لپاره دحل يوه لاره وموندل شي، ددې دلارې به دافغانستان دبې ثباتۍ دخطرونو مخه ونيولى شي.
دهغه وينا وه دپخواني حکومتو چارواکو ته دبښنې فرمان په اړه ډاډ ورکول دمصالحې په برخه کې لمړى ګام دى خو هغو راپورنو ته هم انديښمن دى چې په هيواد کې دپخواني حکومت چارواکي وژل کيږي او زورول کيږي.
دملګرو ملتونو مبصر ووويل دطالبانو تګلارې افغان ښځې دنه ليدو جوګه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button