مهم خبرونهنړۍ

ترک چارواکو دداعش دمشر دنيولو دعوه کړې

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې دتندروه ډلې داعش دمشر ابوالحسن الهاشمي قريشي دواکمنۍ موده له پيل کيدو څخه درې مياشتې وروستو پاې ته رسيدلې ده.
دترکيې ويب سايټ اوډا ټي وي دابوالحسن دنيولو راپور دزيارت په ورځ ورکړى او ويلي يې دي ترک پوليسو هغه تيره اوونۍ داستنبول سره نزدې په يو کور دچهاپې په مهال پرته له کومو ډزو کولو څخه نيولى دى.
دغه ويب پاڼې پخپل راپور کې ويلي دداعش له مشر څخه پوښتنې روانې دي او ترک ولسمشر طيب اردوان په راتلونکو څو ورځو کې دهغه دنيول کيدو او دهغه په اړه دنورو معلوماتو ورکولو اعلان وکړي.
دوو ترک چارواکو دنوم نه څرګندولو په شرط بلومبرګ ته ويلي اردوان په دې اړه خبر کړى شويدى
خو امريکايي چارواکي په دې اړه محتاط پاتې شويدي.
دپينټاګان پريس سيکتر جان کربي دزيارت په ورځ خبريالانو ته ويلي دالقريشي په اړه دراپورونو پخلى مونږ نه شو کولى.
داعش ابوالحسن الهاشمي القريشي دمارچ په مياشت کې دخپلې ترهه ګريزې ډلې مشر نومولى و او ويلي يې وو هغه ددغه ګوند مشر دفرورۍ په مياشت کې دشام په شمال لويديز کې دامريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دهغه دځايې ناستي له وژل کيدو وروستو ددغه ډلې مشر ټاکل شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button