پاکستانمهم خبرونهنړۍ

حکومت دپيټرولو نرخ کې دليټر پسر د30ؤ روپو اضافه وکړه

حکومت دپيټرولو، ډيزلو او خاورو دتيلو په نرخ کې دليټر پسر دديرشو روپو داضافې اعلان کړيدى چې عمل پرې دشپې ددولسو بجو څخه پيل شويدى.
دحکومت له لوري دتيلو په نرخونو کې داضافې وروستو يو ليټر پيټرول 179 روپو او 86 پېسو، ډيلز174 روپو او 15 پېسو، دخاورو تيل 155 روپو او 56 پېسو او لايټ ډيزل 148 روپو او 31 پېسو ته رسيدلي دي.
په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل مشکله پريکړه ده چې مونږ په ولس نور بوج واچوو او که بوج پرې واچوو نو څومره؟ هغه وويل بوج اچول ضروري دي ځکه چې حکومت ته زيان رسيږي.
هغه وويل ددې مياشتې په لمړو پينځلسو ورځو کې 55 اربه روپۍ زيان شويدى او حکومت يې نور نه شي زغملى.
دخزانې وزير وويل يو اړخ ته دټول حکومت چلولو مياشتيز لګښت 42 اربه روپۍ دى او بل اړخ ته دپيټرولو او ډيزلو په مد کې سبسډي 120 اربه روپۍ ده.
دخزانې وزير وويل يو تن په پيټرولو نورو پاکستانيانو ته 40 روپۍ سبسډي ورکوي، زياته سبسډي دګاډو مالکانو ته ترلاسه کيږي.
دهغه وينا وه چې ديو اوسط امدن پاکستانى دځان څخه امير پاکستاني ته سبسدي ورکوي او ددې سبسډۍ له امله دلته دپيټرولو او ډيزلو استعمال سيوا شويدى او زمونږ په بهرنيو ذخيرو هم فشار سيوا کيږي.
په ډاګه دې وي چې دموجوده حکومت واکمنانو دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې داضافې له امله دپي ټي ايي په تير حکومت نيوکې کولې ، هغوي يې نااهله ګرځول او دريځ يې لرلو چې دتحريک انصاف حکومت ولس ته يواځې دګرانۍ تحفه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button