افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ملا هبة الله خپلو پلويانو ته : زما په خبرو داسې عمل وکړئ لکه دشريعت يو حکم

دافغانستان پژواک خبري ادارې پخپل يو راپور کې دطالبانو دمشر ملا هبة الله اخندزاده له قوله ويلي هغه دقندهار ولسوالانو او امنيه قوماندانو ته امر کړى بايد خبرې يې داسې ياداښت او هغوي پرې داسې عمل وکړي لکه دشريعت يو حکم.
دراپور له مخې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دسرپرست حکومت مشر مولوي هبة الله اخندزاده دقندهار ولايت دټولو ولسواليو له ولسوالانو او امنيه قوماندانانو سره ليدنه کړې ده چې پکې دقندهار والي حاجي محمد يوسف وفا، او يو شمير ځانګړو مشاورينو ګډون کړيدى.
طالب مشر دغونډې په ګډون والى زور راوړى چې دعلماء کرامو دخبرو لحاظ وکړي، عمل پرې وکړي او ددې ترڅنګ يې هغوي ته دا سپارښتنه هم کړې ده چې دده خبرې داسې يداښت کوي او عمل پرې کوي لکه دشريعت يو حکم.
طالب مشر هغوي ته ويلي دخپلو اميرانو اطاعت وکړئ او که اطاعت يې ونه کړي نو کاميابي يې په ناکامۍ بدليږي.
دپژواک خبري ادارې په راپور کې ويل شويدي ملا هبة الله اخندزاده وويل ” زما به داسې اباعت کوئ لکه دشريعت ديو حکم او دافغانستان داسلامي امارت دا يو ځانګړى صفت دى چې اطاعت پکې شته دى”
ددې سره هغه ويلي دافغانستان داسلامي امارت ټول فرمانونه دې په ځان هم عملي کوي او دولسواليو ټولو مسوولينو او هر وګړي ته دې يې رسوي.
دطالبانو مشر سپارښتنه کړې ده چې دخپلو اميرانو عېبونه دخلکو په مخکې مه وايئ او مه هم پخپلو منځونو کې شکايتونه کوئ
ددې ترڅنګ ملا هبة الله ويلي له بې ځايه عکسونو او ويډيوګانو څخه هم په جدي توګه ډډه وکړئ او خلک ورته مه ترغيبوئ.
هغه دغونډې په برخه والو ټينګار کړيدى چې انټرنيټ ته دې زيات وخت نه ورکوي او دغټو ټيلفيفونو کارول کم کړي ځکه چې دغه څيزونه دهغوي قيمتي وخت ضايع کوي او دديني معلوماتو څخه يې برخې کوي.
طالب مشر خپلو پلويانو ته دا امر هم کړى چې دخپلو سرونو ويښتان دشريعت محمد جوړ کړئ او له زياتو اوږدو څنو څخه ډډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button