پاکستانسیاستمهم خبرونه

دلانګ مارچ ختمولو لپاره مې اسټيبلشمنټ سره سازباز نه دى کړى،عمران خان

 دتحريک انصاف  ګوند مشر او پخواني  وزيراعظم عمران خان اسټيبلشمنټ سره دڅه رقم  سازباز  لاندې په اسلام اباد کې   دموجوده  حکومت په ضد دلانګ مارچ ختمولو دخبرونو ترديد کړى  او خپله دا دړکه يې يوځل بيا تکرار کړې ده چې که چرې  دنوو ټاکنو ترسره کولو لپاره حکومت دنېټې اعلان ونه کړي نو هغه به  دپوره چمتووالي سره بيا  بهر راوځي.

په ډاګه دې وي چې  په اسلام اباد کې   دعمران خان له لوري  دشپې دلانګ مارچ دختمولو داعلان وروستو داسې ګنګوسې وې چې ګنې  پخواني وزيراعظم خپل دغه لانګ مارچ داسټيبلشمنټ په وينا ختم کړى او بيرته کور ته ستون شويدى.

پېښور کې  يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم عمران خان وويل  ويل کيدل چې هغوي  دګډوډي لپاره روان دي، ايا څوک دخپلو بچو او ښځو سره په يوځايې  دګډوډي رامينځته کولو لپاره ځي؟

  عمران خان وويل که چرې دقام فکر يې نه کولى او هلته ناست وى نو ډيره وينه به بهيدلې وه.

دهغه وينا وه څوک دې دا ګڼي چې داسټيبلشمنت سره يې څه رقم سازباز شوى، حکومت ته دشپږو ورځو وخت ورکوي او که چرې دټاکنو اعلان يې ونه کړو نو دکوټلي چمتووالي سره به بيا راوځي ځکه چې  له دې وړاندې له هغوي تياري نه وه.

په ډاګه دې وي چې وزيراعظم شهبازشريف دعمران خان   له لوري په شپږو ورځو کې  دټاکنو ترسره کولو داعلان مهلت مسترد کړيدى او ويلي يې دي چې دټاکنو پريکړه به پارلمان کوي.

 عمران خان وويل  ترټولو وړاندې مردان ته دخپل شهيد کارکوونکي کور ته لاړى او بل  غړى چې فيصل عباس چې په لاهور کې شهيد شوى دهغه کور ته دتحريک انصاف نور لارښودان تللي دي، عمران خان وويل ددواړو کارکوونکو لپاره به يو ، يو کروړ روپۍ  دګوند له لوري راټولولى شي.

  عمران خان په موجوده حکومت سختې نيوکې وکړې او وې ويل  دهيواد ترټولو لويې سپکاوى دا دى چې  د30و کلونو راهسې کومو خلکو پېسې غلا کولې او بهر يې ليږلې، هرقسمه جرمونه يې کول، دغه خلک په هيواد مسلط کړى شول.

عمران خان وويل 60 فيصده کابينه په ضمانتونو ده، که چرې ددې په ضد کوم قام پرامنه احتجاج نه شي کولى نو بيا هاغه قام ژوندى پاتې کيدل نه دي پکار.

په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې په 25مه مئ  دعمران خان تحريک انصاف ګوند داسلام اباد په لوري  لانګ مارچ ترسره کړى و

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button