مهم خبرونهنړۍ

دټيکسس ښوونځي په بريد کې دوژل شوې استاذې خاوند دزړه ددورې له امله مړ شو

 په روانه اوونۍ کې په امريکا کې  دټيکسس ايليمنټري  ښوونځي  کې  ترسره شوي قتل عام کې  دڅلورم ګريډ ديوې استاذې  خاوند دزړه ددورې له امله مړ شويدى، دا خبره امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ته ددغه کورنۍ رشته دارو کړې ده.

 ورځپاڼې پخپل راپور کې ليکلي  دزيارت په ورځ چې جو ګارسيا دخپلې څليريشت کلنې کورودانې  داخري رسوماتو ادا کولو تياري کوله نو هغه راپريوتو او مړ شو.

 دراپور له مخې  له دغو دواړو ښځې او خاوند څخه  څلور بچې پاتې شويدي، ارما ګارسيا له هاغو دوو ښځينه استاذانو څخه يوه وه چې  په ټيکسس کې  په راب ايليمنټري ښوونځي کې  د19ؤ نورو ماشومانو سره په ډزو وژل شوي وؤ.

  دهغې رشته دارو ويلي ارما او دهغې  سره بلې استاذې ايوا ميريليز هاغه مهال په ښوونځي کې په ډزو وژل شوې چې هغوي  دخپلو زده کوونکو دژغورلو هڅه کوله.

ارما ګارسيا دتيرو 23و کلونو راهسې په راب ايليمنټري ښوونځي کې  زده کوونکې ته ښوونې کولې  او جوګارسيا دهغې خاوند ؤ.

  دبي بي سي  اردو څانګې دراپور له مخې  دزيارت تر شپې دګارسيا کورنۍ لپاره دعطياتو يو ان لاين مهم کې خواوشا شپاړس لکه ډالر جمع شويدي، په لمړۍ توګه يواځې دلسو زرو ډالرو دراټولولو اراده څرګنده کړى شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button