دايي ايم ايف په پاکستان دتيلو او بجلۍ دسبسډۍ ختمولو غږ
نړيوالې مالياتي ادارې( ايي ايم ايف) په پاکستان دمرستې دپروګرام دپځايې کولو لاپره دبجلۍ او تيلو په نرخونو کې دمالي مرستې يا سبسډۍ دختمولو ټينګار کړيدى.
دايي ايم ايف په بيان کې ويل شويدي دناتهن پورټر په مشرۍ دايي ايم ايف مشن دپاکستاني چارواکو سره پاکستان کې دمعاشي ثبات او باثباته ودې باوري کولو لپاره په تګلارو د18مې څخه 25مې مئ پورې ورچويل او نيغ په نيغه مذاکرات وکړل.
بيان کې ويل شويدي مشن دپاکستاني چاروناکو سره دځنډ ښکار اصلاحاتي پروګرام داوومې جايزې دنتيجې راويستلو لپاره په تګلارو او اصلاحاتو تړون ته درسيدو په موخه ډير تعميري مذاکرات وکړل.
ايي ايم ايف ويلي دزياتې ګرانۍ او مالياتي او کرنټ اکاونټ خسارې په ګډون په ګډون دمشن په مهال دغور وړ ښه والى ليدل شوى اود انتهايي تنزلۍ دخاتمې لاپره مناسب تحفظ باوري کولى شي.
بيان کې ويل شوي په مالي څانګه کې په تيره جايزه کې په شوې ژمنه عمل نه دى شوى او دچارواکو لخوا په فرورۍ کې په جزوي توګه دخشاک او انرژۍ لاپره دسبسډۍ اعلان وکړى شو.
ايي ايم ايف ويلي دهغوي ټيم دپروګرام دهدفونو ترلاسه کولو لاپره خشاک او دبجلۍ سبسډيو او مالي کال 2023م په ګډون دپاليسۍ دعملياتو په بيړنۍ اړتيا ټينګار وکړو.
بيان کې ويل شويدي چې دايي ايم ايف ټيم دپاکستان دټولو وګړو دګټې لاپره دمعاشي ثبات باوري کولو لپاره دپاکستان حکومت سره دمذاکرتو دوامداره ساتلو ته ژمن دى.
له دې وړاندې دخزانې وزير مفتاح اسماعيل ايي ايم ايف سره دمذاکراتو لاپره قطر ته له روانيدو څخه دمخه په کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال دعوه کړې وه چې هغه به په دوو ورځو کې دايي ايم ايف سره تړون ترسره کړي او مثبت خبر به راوړي.