پاکستانمهم خبرونهنړۍ

شپږو ورځو کې دټاکنو دنېټې په اعلان نه کولو دعمران خان اسلام اباد ته دبيا راتللو دړکه

دپاکستان پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې دخپل لانګ مارچ په مهال حکومت څخه داسمبليو دماتولو غوښتنه کړې او په شپږو ورځو کې دټاکنو دنيټې اعلانولو مهلت ورکړيدى.
دعمران خان په مشرۍ تيره ورځ له صوابۍ څخه پيل شوى لانګ مارچ داسلام اباد ډي چوک ته رسيدلى، چرته چې په جناح ايونيو خپلو کارکوونکو ته دوينا په مهال عمران خان وويل که حکومت په شپږو ورځو کې دټاکنو ترسره کولو پريکړه ونه کړه نو هغه به ټول قام بيا اسلام اباد ته راولي.
عمران خان وويل دسترې محکمې په قاضيانو لويه ذمه واري ده او زياته يې کړه په نړۍ کې داسې کوم جمهوريت دى چرته چې دپرامنه احتجاج کولو اجازه نه شي ورکولى او مظاهرين داوښکو بهيونکي ګيس، پوليسو چهاپو او نيولو سره مخ کيږي.
عمران خان دحکومت له لوري دخپل ګوند دکارکوونکو دنيولو په نوټس اخستو دسترې محکمې مننه هم ادا کړې ده.
عمران خان وويل ايا په جمهوريت کې داسې طريقې خپلولى شي چې يو ملګرى په اټک کې او بل دراوي سيند ته په غورځولو ووژلى شول، هغه وويل ددريوو کسانو په کراچۍ کې دوژنې ورته هم خبر دى او دهغوي په زرګونو کسان نيول شوي هم دي.
په ډاګه دې وي چې تيره ورځ خبرترلاسه شوى و چې دپي ټي ايي ګوند دوه غړي په اټک کې دپل پاڅه دکنټينرې لرې کولو په مهال سيند ته غورځيدلي وؤ.
دپي ټي ايي مشر وويل هغوي اعلان کړى و چې دټاکنو داعلان پورې به په اسلام اباد کې کښيني خو په تير يو يو شواروز کې يې وکتل چې دا خلک هيواد دتاوتريخوالي په لوري بوځي.
عمران خان وويل که چرې دى دلته کښيناستو نو دا خلک به خوشحاليږي ځکه چې دوي غواړي دپوليسو او پوځ سره دپي ټي ايي جګړه وشي خو هغوي اسلام اباد ته دقام دتقسيمولو لپاره نه بلکې قام دجوړولو لپاره ورغلي دي.
بل اړخ ته داسلام اباد پوليسو له مخې دعمران خان له وينا وروستو دپي ټي ايي مظاهره چيان ريډزون ته داخل شويدي، داسلام اباد پوليس وياند ويلي پوليسو، رينجرز او نورو قانون نافذونکو ادارو مظاهره چيان په زغم سره منعې کړيدي او ټولو مظاهره چيانو ته له ريډزون څخه دبهر وتلو وينا کولى شي.
له دې وړاندې دپي ټي ايي دکارکوونکو ډي چوک ته له رسيدو وروستو وفاقي حکومت دمهمو سرکاري ودانيو دحفاظت لپاره په ريډزون کې پوځ ځايې پځايې کړى و.
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په يو ټويټ کې يو نوټيفيکيشن شريک کړى چې پکې ويل شوي حکومت دايين دارټيکل 245 لاندې ريډزون کې دپوځ پځايې کولو اجازه ورکړې.
کومې ودانۍ چې به خوندي کولى شي په هغې کې ستره محکمه، پارلمان هاوس، دوزيراعظم ماڼۍ، دصدرماڼۍ، پاکستان سيکرټريټ او سفارتي سيمې شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button