پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بنو کې دڅلورو ګاډوټکر کيدو له امله دوو ښځو په ګډون 5 کسان مړه

دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې څلور ګاډي جنګيدلي دي چې له امله يې دوو زنانه ؤ په ګډون 5 کسان مړه شويدي.
دامدادي ډلو دکارکوونکو له مخې په انډس هاويي وى دسپينه موړ سره نزدې څلور ګاډي له ډرايورانو څخه بې قابو شوي او ديو بل سره جنګيدلي دي چې له امله يې ددوو زنانه ؤ په ګډون پينځه کسان مړه او يوولس نور سخت ژوبل شويدي کوم چې نزدې روغتون ته رسول شويدي.
سپينه موړ په خوني موړ سره هم شهرت لري، چرته چې دغه خونړۍ ټريفکي پېښه مخې ته راغلې چې پکې يو ټرالر دمسافر کوچ دپاڅه وغورځيدلى او وروستو يو ګاډى او ټرک هم داغيزمن شوي ټرالر سره ټکر شويدي.
دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو لرې پرتو سيمو کې دغه رقم ټريفکي پېښې عموماً رامينځته کيږي چې په وجوهاتو کې يې دډرايورانو دټريفک له اصولو څخه بې خبري، دګاډو چلولو په مهال دډرايورانو بې احتياطي او دسړکونو خراب حالت شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button