افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

جنوبي وزيرستان کې دوه قبيلې يو بل ته مورچه شوي،په ډزو درې کسان ژوبل

د افغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان مرکزي سيمې وانا ګور ګره سيمي کښې زلي خيل او خوجل قبيلې په زرګونو کسان د ځمکې په شخړه يوبل ته مورچه زن شويدې او په سيمه کې د لويې او وړې وسلې استعمال په آزاده توګه روان دى.
دسيمې څخه سرچينو وحدت ته نيوز ته وويل چې ددواړو قبيلو ترمينځ تراوسه درې کسان ژوبل شويدي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي
بل اړخ ته دضلعي انتظاميې وينا ده چې پوليسو ددواړو قبيلو دغړو په ضد عمليات ترسره کړي او د ددرې ايم پي او لاندې يې دولس قومي مشران هم نيولي دي او په سړکونو د پوليسو له لوري دخلکو دنيولو لړۍ دوامداره ده.
دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې دقانون لاندې به اقدامات کيږي، قبايلي ضلعې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوي او اوس چاته هم يو بل په ضد دلښکرو جوړولو واک نشته
په ډاګه دې وي چې په ګورګوري ځمکه شخړه دزلي خليل او خوجل خيل قبيلو ترمينځ دډيرې مودې راهسې راروانه ده، ضلعي انتظاميې ددواړو قبيلو ترمينځ څو ځله جرګې کړي خو ستونزه تراوسه نه ده هواره شوې.
دضلعي انتظاميې وينا ده چې ددواړو قبيلو ترمينځ دروغې جوړې لپاره مذاکرات کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button