پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان: دپوليو له امله يو بل ماشوم هم معذوره شويدى،راپور

تر15ؤ مياشتو دپوليو څخه دپاک پاتې کيدو وروستو په هيواد کې ديوې مياشتې په موده کې دپوليو څلورمه پېښه مخې ته راغلې ده.
دډان ورځپاڼې رپورټ له مخې دپوليو وايرس څخه اغيزمن شوى يو د13ؤ مياشتو ماشوم دى چې دخېبرپښتونخوا دقبايلي سيمې شمالي وزيرستان دميرعلي سيمې سره يې تعلق دى.
په راپور ک ويل شوي دلمړو پلټنو له امخې دغه ماشوم ته دپوليو کوم خوراک نه دى ورکړى شوى.

په ماشوم کې دپوليو ددغه پېښې پخلى دروغتيا قامي ادارې کې پاکستان قامي پوليو لبارټرۍ کړيدى، له ميرعلي څخه سږکال دپوليو دغه دريمه پېښه ده.
دروغتيا وزير عبدالقادر پټيل ويلي په شمالي وزيرستان کې يو بل ماشوم دپوليو وايرس څخه اغيزمن شوى، دغه د13و مياشتو ماشوم به ديو داسې وايرس له امله خپل ټول ژوند په معذورۍ تيروي چې ورڅخه حفاظت ممکن دى.
هغه ويلي دا دپاکستان لاپره اجتماعي زيان دى، دنړۍ 99 سلنه برخه اوس له پوليو څخه پاک ده او زياته کړې يې ده چې ” زمونږ بچي هم ددې لا علاجه ناروغۍ څخه دپاک ژوند مستحق دي”
دروغتيا وزير ويلي ټولو موروپلار ته دخطرې ادراک کول پکار دي چې وايلډ پوليو په ټول پاکستان کې دماشومانو لپاره خطره ده، هغه خواست کړى چې ماشومانو ته دهيواد په ټولو 156و ضلعو کې دچلول کيدونکي ملکي کچې پوليو دمخنيوي مهم کې ويکسين ورکړى شي.
په ملکي کچه دپوليو دمخنيوي مهم د23مې څخه پيل شوى کوم چې به تر سبا 27مې مئ پورې دوامداره وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button