افغانستانمهم خبرونهنړۍ

خېبرکې وسله والو دپوليو په ډله بريد کړى،پوليس عسکر او دپوليو کارکوونکى ژوبل

دافغانستان پولې ته نزدې دقبايلي سيمې خېبر په باړه سيمه کې وسله والو دپوليو په ډله بريد کړيدى چې له امله يې يو عسکر ژوبل شويدى او له موټر سايکل څخه دراپريوتو له سببه دپوليو کارکوونکى ژوبل شويدى.
دسيمې څخه سرچينو وحدت نيوز ته وويل دباړې اکاخيل په کړپه سيمه کې وسله والو دپوليو په کارکوونکي او دهغه په امنيت مامور عسکر ډزې کړيدي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دپوليو دمعذوره کوونکې ناروغۍ دمخنيوي لپاره دمئ په 23مه نېټه مهم پيل کړى شوى کوم چې به سبا تر 27مې مئ دوام لري.
پاکستان څخه دپوليو دناروغۍ خاتمه يو لويې چيلنج دى چې پکې سږکال دپوليو څلورم کيس هم مخې ته راغلى دى.
پاکستان او افغانستان دنړۍ هاغه دوه يواځيني وروستي هيوادونه پاتې شوي چې پکې دپوليو ناروغي له مينځه نه ده وړل شوې.
په دغو دواړو هيوادونو کې دپوليو دناروغۍ دخاتمې په لاره کې ترټولو لويې خنډونه دوسله والو لخوا دپوليو په کارکوونکو بريدونه او دموروپلار او مشرانو له لوري دپوهې دکمي له امله خپلو ماشومانو ته دپوليو څاڅکو ورکولو څخه انکار ښودلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button