پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دپي ټي ايي لانګ مارچ: دپوليسو او پي ټي ايي دکارکوونکو ترمينځ نښتې دوام لري

دپنجاب  په سرښار لاهور کې  دتحريک انصاف دلانګ مارچ په غږ دپي ټي ايي غړي دټولو خنډونو باوجود سړکونو ته راوتلي او دخنډونو لرې کولو هڅې کوي او دپوليسو سره يې دنښتو راپورونه هم رتلاسه شوي، دپي ټي ايي په غړو  دپوليسو له لوري داوښکو بهيونکي ګيس استعمال کړى او په ګڼ شمير کې دپي ټي ايي غړي يې نيولي هم دي.

يوه ورځ دمخه  دحکومت له لوري  دلانګ مارچ دمخنيوي اعلان شوى و او عمران خان  تيره ورځ خپلو پلويانو ته  داسلام اباد په لوري  دلانګ مارچ  کولو وينا کړې وه، عمران خان پخپلو کارکوونکو غږ کړى و چې پخپله دې  خنډونه لرې کړي.

عمران خان په يو ويډيو پيغام کې هم  ويلي هغه باور لري چې ټول به دهغه سره راوځي ځکه دهغه په وينا دا دپاکستان دتاريخ لپاره فيصله ييز وخت دى او هغوي به حقيقي ازادي ضرور ترلاسه کوي.

  دپنجاب په لاهور ښار کې پوليسو دپي ټي ايي  دکارکنانو په ضد داوښکو بيهيونکي ګيس استعمال کړى او په ګڼ شمير کې دپي ټي ايي غړي يې نيولي هم دي.

  دلاهور بتي چوک اړخ ته په تلونکو لارو دپي ټي ايي دغړو او پوليسو ترمينځ نښته شوې ده.

 پوليسو دپي ټي ايي يو لارښود زبير نيازي هم  هاغه مهال نيولى چې هغه دبتي چوک لوري ته روان و  خو وروستو دپي ټي ايي غړو هغه له پوليسو څخه خلاص کړيدى.

 دپوليسو له لوري لګول شوو خنډانو دلرې کولو په هڅه پوليسو دپي ټي ايي دغړو خورولو لپاره داوښکو بهيونکي ګيس استعمال کړيدى.

 دلاهور پي ټي ايي مشرتابه  خپلو ټولو کارکوونکو ته اسلام اباد ته دمارچ لپاره دروانيدو په غرض  بتي چوک لاهور ته درسيدو وينا کړې وه.

 دتحريک انصاف يو لارښود افتخر دراني پخپل يو ټويټ کې دعوه کړې چې دهغوي کارکوونکو هلته موجود خنډونه لرې کړي دي.

په عين حال کې دپي ټي ايي دلانګ مارچ په نظر کې نيولو سره وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دپينډۍ په مينځ مهم مقام فيض اباد پيراملټري ځواکونه ځايې پځايې کړى شويدي.

بلخوا   دپاکستان تحريک انصاف دخېبرپښتونخوا يو لارښود او صوبايي وزير عاطف  خان وينا ده چې  حکومت به تر کومې  لارې تړلي او څومره کنټينرې به لګوي.

ميډيا سره په خبرو کې عاطف خان وويل يواځې مونږ نه بلکې ټول قام به اسلام اباد ته رسيږي او په داسې حال کې به حکومت ترڅو لارې تړي.

هغه ويلي  حکومت دخېبرپښتونخوا څلورو اړخو ته ګيره اچولې  او دغلته نه خو څوک ورتللى شي او نه هم څوک له دې ځايه تللى شي.

 بل پلو دپنجاب حکومت وياند عطاء الله تارړ ويلي  دعمران خان لانګ مارچ پرامنه نه دى او هغه خلک اسلام اباد ته دتللو لپاره راپاروي.

لاهور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې هغه وويل  عمران خان پخپله دخېبرپښتونخوا حکومت سرکاري وسايل کاروي  او دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي  سرکاري هيلي کاپټر استعمالوي.

هغه وويل عمران خان پخپله په خېبرپښتونخوا کې پټ ناست دى او ولس سړکونو ته دراوتلو لپاره راپاروي.

په عين حال کې  دلاهورهايکورټ راولپينډۍ بينچ دلانګ مارچ مخنيوي لپاره  دلارو تړلو او  خلکو نيولو په ضد په خواست داوريدنې په مهال قاضي محمد امجد رفيق دپينډۍ څخه نيول شوو  دپي ټي ايي پينځلسو څخه زياتو غړو جيل ته دليږلو حکم کړيدى.

په عين حال کې سترې محکمې دتحريک انصاف دلانګ مارچ په مهال دلارو تړلو او خلکو دنيولو په ضد دکيس په اوريدنه کې داخله سيکتر او داسلام اباد چيف کمشنر هم غوښتي دي.

محکمې څلورو واړو حکومتونو ته نوټس جاري کړى او داسلام اباد انسپکټر جنرل او ډپټي کمشنر او ايډوکيټ جنرل يې هم غوښتي دي.

همدغه راز دپاکستان صدر عارف علوي  دپارلمان ددواړو ايوانونو ګډه غونډه  سبا په 26مه مئ دزيارت په ورځ ماذيګر څلور بجې راغوښتې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button