مهم خبرونهنړۍ

دامريکا په يو ښوونځي کې يو وسله وال په ډزو19 ماشومان وژلي،اى پي

د امريکا دټيکسس  ايالت په يو ايليمنټري  ښوونځي کې  دنهې په ورځ ديو  کم عمره وسله وال تن په ډزو کې د19ؤ وړو ماشومانو په ګډون 21 کسان وژل شويدي.

 دنړيوالې خبري ادارې اى پي له مخې  وسله وال تن ديو څخه وروستو بل کلاس روم ته ورغلى او په وړو ماشومانو يې ناتاره ډزې کړيدي.

 په تيره خواوشا يوه لسيزه کې  دامريکا په کوم ښوونځي کې دډزو دغه ترټولو خونړۍ پېښه ده چې پکې په دومره لويې شمير کې ماشومان وژل شويدي.

 دنړيوالې خبري ادارې رويټرز له مخې دسپينې ماڼۍ وينا ده امريکايي ولسمشر جوبايډن ددغه سانحې په غم کې  هره ورځ دلمر پريوتو پورې تر 28مې مئ دامريکايي بيرغ دنيم کښو ساتلو امر کړيدى.

 دامريکايي چارواکو وينا ده  په بريد کې  دوه  بالغ کسان هم وژل شويدي.

د  خبري ادارې اى ايف پي له مخې   دټيکسس ګورنر ګريګ ايبټ يو خبري کانفرنس ته په وينا کې ويلي  فکر کولى شي 18 کلن وسله وال  تن  دغرمې روب ايليمنټري ښوونځيو ته له تللو څخه دمخه  خپله نيا هم په ډزو ويشتلې وه.

 دخبري ادارې رويټرز له مخې  ګورنر ګريګ ايبټ ويلي  ددغه مشکوک تن پيژندګلو د18 کلن سلوادور راموس په نوم شوې ده، څوک چې   سيمې ته رسيدلو پوليس افسرانو دځوابي عملياتو په مهال وژلى  او دوه افسران هم ددغو ډزو نښه جوړ شويدي، خو ټپونه يې سنګين نه دي.

 مخې ته  په راغلي فوټيج کې  ليدل کيږي چې  ماشومان  دولاړو ګاډو او زيړ رنګ  دبسونو ترمينځ تيريږي، کله چې هغوي دپوليسو په حفاظت کې له ښوونځي څخه راووتل نو ځينو لاسونه نيولي وي، په دغه ښوونځي کې داوؤ څخه لسو کلونو ترمينځ عمر ماشومانو ته تعليم ورکولى شي.

 درويټرز له مخې ښوونځي ته دداخل شوو زده کوونکو ګريډز ته په کتلو اندازه کيدى شي چې دوژل شوو ماشومانو عمرونه داوؤ څخه تر لسو کلونو وؤ

دټيکسس پبلک سيفټي محکمې سارجنټ ايرک ايسټراډا سي اين اين ته وويل” پوليسو وليدل چې مشکوک تن له يو ګاډي څخه راوتلى  کوم چې دښوونځي سره نزدې په ودريدو تباه شوى و، دهغه سره ټوپک او بيک پيک و او دښوونځي جنوب ته دداخليدو او ډزو څخه دمخه زما سره مخ شوى و”

ايسټراډا وويل ټوپک لرونکي تن په بدن زره بکتر اچولې وه.

 ددغه سانحې په تناظر کې مرستيالې ولسمشرې  کملا هيرس ويلي”  ډيره وشوه، زمونږ زړونه ماتيږي، مونږ ته په دعملياتو همت کول وي “

 دبيا بيا ډزو   پېښو کې دوژنو باوجود امريکايي کانګريس کې دوسلو په قوانينو کې داصلاحاتو ګڼ اقدامات ناکامه شويدي دکوم له امله چې رياستونه او سيمه ييز کونسلونه دخپلو بنديزونو په کمزوري کولو مجبوريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button