افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل او مزار شريف کې چاودنو14 کسان وژلي

دافغانستان شمالي ښار مزار شريف کې  لږ ترلږه درې چاودنې شويدي چې له امله يې نهه کسان وژل شويدي او ددې ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې  په لمونځ ګزارو ترسره شوې چاودنه کې  پينځه کسان وژل شويدي.

 دکابل  ايمرجنسي روغتون په يو ټويټ کې پخلى کړى  چې  په چاودنه کې پينځه کسان وژل شوي  او 22 نور ژوبل شويدي.

  دچاودنې وروستو  جومات ته په ګڼ شمير کې ايمبولينسونه ورغلي او دچاودنې قربانيان روغتون ته رسول شويدي.

  په کابل کې دطالبانو دپوليسو وياند خالد ځدراڼ وينا ده چې دغه چاودنه  دکابل په حضرت ذکريه  جومات کې ترسره شوې ده.

خالد ځدراڼ ويلي  چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې خلک دماښامې دلمونځ لپاره په جومات کې دننه موجود او زياته يې کړه چې  هغوي دپېښې دنورو جزئياتو په انتظار دي.

 همدغه راز  په بلخ ولايت کې دطالبانو يو وياند محمد اصف وزيرې  له مخې  په شمالي مزار شريف ښار کې  واړه بسونه په نښه کړى شوي  او چاوديدونکي الات دګاډو دننه ځايى پځايې کړى شوي وؤ.

 وزيري ويلي  بمونه  دښار په دريوو ولسواليو کې  په دريوو وړو بسونو کې ځايې پځايې کړى شوي وؤ او زياته يې کړه چې پينځلس کسان  ژوبل شوي هم دي.

 کومې ډلې په سملاسي توګه دکابل او مزار شريف دچاودنې ذمه واري نه ده منلې خو له دې وړاندې داعش   دافغانستان په جوماتونو کې ددغه رقم بريدونو ذمه واري منلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button