افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دامنيتي شورا طالبانو څخه په ښځو دبنديزونو پورته کولو غږ

  په داسې حال کې چې   ويره ده  طالبان دافغانستان  دښځو حقونه نور هم رامحدود کړي، دملګرو ملتونو امنيتي شورا په طالبانو غږ کړيدى چې په سملاسي توګه دې  دافغان ښځو او جينکو په بشري حقونو او ازاديو دمحدودويتونو په اړه خپلې تګلارې  واپس کړي.

 امنيتي شورا له طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې څو ورځې دمخه طالبانو دافغانستان په ټي وي چينلو ښځينه اينکرانو ته امر وکړو چې دټي وي په پردو دې مخ پټ راڅرګندې شي.

 دناروى له لوري  دپينځلس امنيتي شورا دبيان دعبارت له مخې  هغوي  دطالبانو له لوري په ځانګړې توګه  تعليم ته  دلاسي رسي،دتګ ازادۍ او په ولسي  ژوند کې  دښځو بشپړ، مساوي او بامعنې شرکت باندې دبنديزونو له امله  په ځانګړې توګه انديښمن دي.

 امنيتي شورا ويلي هغوي په طالبانو غږ کړى چې په سملاسي توګه دې  هاغه تګلارې او عملونه واپس کوم چې  دافغان ښځو او جينکو بشري حقونه او  اساسي ازادۍ رامحدودوي.

همدغه راز په دغه بيان کې له طالبانو غوښتنه شوې ده چې  پرته له کوم نور ځنډ څخه دې  دجينکو زده کوونکو لپاره ښوونځي بيا پرانيزي، په دغه بيان کې ښځو ته په ولسي مقاماتو او دټي وي نشرياتو په مهال  دمخونو پټولو په اعلان ژوره انديښنه څرګنده کړى شوې ده

واک ته له رسيدو وروستو طالبانو ښځو ته دحقونو ورکولو او دميډيا دازادۍ ژمنه کړې وه  خو هغوي په تدريجي ډول بنديزونه غځولي چې پکې په ځانګړې توګه په ښځو بنديزونه زيات لګول شوي، دهغوي  واک ته له رسيدو وروستو دخواوشا اتوو مياشتو راهسې  دجينکو ښوونځي طالبانو تړلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button