پاکستانمهم خبرونهنړۍ

عمران خان امريکا څخه د”ډونلډ لو” دلرې کولو غوښتنه وکړه

دپاکستان پخواني وزيراعظم او دمخالفې ډلې تحريک انصاف مشر عمران خان امريکا څخه غوښتنه کړې ده چې دمينځنۍ او جنوبي ايشيا لپاره خپل مرستيال سيکتر ډونلډ لو دې دهغه د”لويۍ انداز او رويۍ” له امله له چوکۍ څخه لرې کړي.
د امريکايي خبري چينل سي اين اين پروګرام ” نړۍ سره رابطه” کې دمرکې په مهال عمران خان يوځل بيا دخپل حکومت په لرې کيدو کې دامريکايي سازش دعوه تکرار کړې او غوښتنه يې کړې ده چې ډونلډ لو دې لرې کړى شي.
عمران خان تور پورې کوي چې امريکا دپاکستان دمخالفو ګوندونو سره په يو ځايې دسازش دلارې دهغه حکومت ختم کړيدى خو امريکا دعمران خان دغه تورونه رد کړيدي.
عمران خان تور پورې کوي چې ډونلد لو په امريکا کې دپاکستان پخواني سفير اسد مجيد ته دړکه کړې وه چې که چرې دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک ناکام شو نو پاکستان به دسختو نتيجو سره مخ شي.
سي اين اين سره په مرکه کې عمران خان دخپل دغه تور په اړه يوځل بيا وويل “فکر وکړئ د22 کروړه ابادۍ هيواد سفير ته ويل کيدل چې تاسو له خپل وزيراعظم څخه نجات ومومئ”
ددغه مرکې په مهال له عمران خان څخه روسيې ته دسفر په اړه هم پوښتنه شوې چرته چې کريملن ناڅاپي ديوکرين په ضد جګړه اعلان کړې وه او ورڅخه يې پوښتنه وکړه چې وضعيت سم نه ښکاريدو نو ايا همدغسې وه دکوم په ځواب کې چې عمران خان وويل دغه سفر يې دډير وړاندې څخه ټاکل شوى و او په پاکستان کې ټولې خواوې په دې متفق وې، پوځ له روسيې څخه الات غوښتل او هغوي ته تيل پکار وؤ، په يو ګيس پايپ لا ين دهغه دحکومت څخه وړاندې دشپږو کلونو راهسې مذاکرات روان وؤ.
عمران خان وويل ” ماته څه معلومه وه چې زه ماسکو ته ورسيږم نو صدر ويلاديمير پوتين به په اوکراين کې دمداخلې پريکړه وکړي “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button