پاکستانمهم خبرونهنړۍ

حکومت دلانګ مارچ دمخنيوي اعلان وکړو، دعمران خان عدليې او ” نيوټرلز” ته دمرستې خواست

دمسلم ليګ(ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت دمخالفې ډلې تحريک انصاف داسلام اباد په لوري دمارچ دمخنيوي اعلان کړيدى.
په عين حال کې پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په پېښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال داسلام اباد په لوري دهغه دګوند د لانګ مارچ په مخنيوي په حکومت نيوکه کړې او دهيواد دعدليې او پوځ چې هغه ورته ” بې پلوه” يا نيوټرلز ويلي غوښتنه کړې ده چې سم کار وکړي.
” زمونږ په 26 کلن سياسي تاريخ کې دې څوک ماته ووايي چې ما کوم قانون مات کړى، کوم تاوتريخوالى پيدا شوى وي، که مونږ د126 ورځو په دهرنا کې څه رقم جنګ کړى وي، څوک دې ماته ووايي”
له دې وړاندې حکومت دريځ لرلو چې هغوي به دتحريک انصاف دپرامنه احتجاج مخه نه نيسي خو تيره شپه لاهور، کراچۍ او په نورو سيمو کې پوليسو چهاپې وهلي او د تحريک انصاف يو شمير لارښودان يې نيولي دي.
داتحادي ګوندونو سره يوځايې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دکورنيو چارو وزير رانا ثنا الله وويل دتحريک انصاف له لوري په 25مه مئ دلانګ مارچ په نوم”فتنه فساد” مارچ کولى شي، دا کوم جمهوري مارچ نه دى بلکې دقام دويشلو، په هيواد کې تاوتريخوالي او ګډوډي ته دودې ورکولو لپاره کولى شي.
هغه وويل ” څنګه چې دوي خبرې کړي چې دا به خونړى لانګ مارچ وي، مونږ چې هلته راشو نو فتنه فساد به خوروؤ” او دغسې نورې خبرې په ريکارډ دي، دا هم ويل شويدي چې ” ددې لانګ مارچ دلارې به مونږ حکومت لرې کړو”
دکورنيو چارو وزير وويل په 2014م کې هم هغوي ( تحريک انصاف) ويلي وو چې دپرامنه احتجاج لپاره راروان دي او داسلام اباد انتظاميې سره يې تړون وکړو چې يو ځايې پورې به محدود وي خو هلته دپاتې کيدو پځايې ريډزون ته داخل شول،دوزيراعظم هاوس څخه يې ګيره واچوله او خلک يې سول نافرمانۍ ته راوپارول.
رانا ثنا الله وويل دغو ټولو څيزونو ته په کتلو سره وفاقي کابينې پريکړه کړې ده چې دوي ته به دلانګ مارچ په نوم دفتنې فسااد اجازه نه شي ورکولى او ددوي مخه به نيول کيږي ترڅو دوي دقام ويشلو، بې لارې کولو ايجنډا مخ په وړاندې بو نه تللى شي.
هغه وويل پي ټي ايي له دې وړاندې هم وعده خلافي کړې وه او اوس هم دوي له کنځلو څخه په ډزو راغلي دکوم له امله چې په لاهور کې يو پوليس عسکر شهيد شويدى.
دکورنيو چارو وزير وويل هسې خو لويې لويې خبرې کوي خو اوس يې ټول مشرتابه په پېښور کې راټول شوى او څوک هم پخپلو کورونو کې موجود نه دي او دهلته نه دوي ديوې وفاقي اکايۍ خېبرپښتونخوا صوبې دټولو وسايلو په کارولو او صوبايي ځواکونو سره په يوځايې په وفاق بريد کوونکي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button